سیمه ییز خبرونه
كورني او بهرني پانگوال د برښنا قانون د تصويب په تمه دي
د برښنا شركت وايي: كورني او بهرني پانگوال حاضر دي، چې په افغانستان كې د لمر، اوبو، تېلو او باد په وسيله د برښنا د توليد په برخه كې كار وكړي.
د برښنا شركت د عامه اړيكو رييس وحيدالله توحيدي وايي:
د حكومت مالي امكاناتو لږوالي ته په كتو يو شمېر لوى كورني او بهرني پانگوال غواړي، چې په دې برخه كې پانگونه وكړي؛ خو د قانون نشتوالي د دې كارمخه نيولې ده.
د انرژې او اوبو وزارت مرستيال شجاع الدين ضيايي د دغې ستونزې له منلو سره وايي:
د برښنا قانون مسوده د دغه وزارت له خوا جوړه شوې او د عدليې په وزارت كې پرې كار روان دى.
د رسمي ارزونو له مخې افغانستان كولى شي د بندونو په جوړولو ۲۳ زره ميگاوات برښنا توليد كړي، خو تراوسه په هېواد كې د ننه يوازې سل ميگاوات برښنا توليديږي او نژدې اته سوه ميگاوات نوره برښنا له نورو هېوادونو وارديږي .
نوموړى زياتوي، ماليې وزارت د راتلونكي كال په پرمختيايي بودجه كې د دغه وزارت نويو پروگرامونو ته هيڅ بودجه نده بېله كړې.
د اوبو او برېښنا وزارت پر ماليې وزارت تور لگوي، چې د كمال خان د اوبو د بند لپاره يې هم هيڅ پيسې په پام كې نه دي نيولي.
د معلوماتو له مخې د افغانستان نوي سلنه انرژي له بهره وارديږي او تراوسه دولت نه دى توانيدلى، چې د برښنا د توليد په برخه كې په كور د ننه بنسټيز كارونه وكړي.