تازه خبرونه
لس بهرنیو وګړیو د افغانستان تابعیت ترلاسه کړ
د افغانستان د عدلیې وزارت ویلي، چې په تېر کال کې لس بهرنیو وګړیو افغان تابعیت ترلاسه کړی دی.
یاد وزارت په ډاګه کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې اووه بهرنيو اتباعو د افغانستان تابعیت لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي وه.
د خبرپاڼې له مخې، د دې غوښتونکیو غوښتنه وروستۍ شوې او د ولسمشر د فرمان به مخې دوی په رسمي بڼه د افغانستان تابعیت ترلاسه کړی دی.
دغه وزارت دا هم څرګنده کړې، چې په دې موده کې ۱۰۲افغانانو هم د دوه یم هېواد تابعیتونو د ترلاسه کولو لپاره له افغانستان څخه د وتلو غوښتنه کړې ده.
په بیان کې راغلي: د روان مالي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تابعیت له لاسه ورکولو ۱۷۸ دوسیې د سږني او تېر کال په ګډون د کابینې له تصویب وروسته د ولسمشر لخوا منل شوې دي.
د عدلیې وزارت ویلي، چې د افغانستان د تابعیت د له لاسه ورکولو علت د یو شېر هېوادونو هغه قوانین او مقررات دي، چې په کې اوسیدونکي افغانان یې تابعیت ترلاسه کول غواړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ: دا هېوادونه بهرنیو اتباعو ته د اصلي تابعیتونو د لغو کولو پر شرط د تابعیت ورکول غواړي او د نوي تابعیت غوښتونکي نشي کولی په یو وخت کې د دوه هېوادونو تابعیت ولري.