بی بی سی پښتو

لندن کې ‘کوچنی هند’؛ سیمه په افغان نومونو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۳۹۹)

له افغانستانه زرګونه کیلومټره لېرې پلازمېنه لندن کې د افغان انګلیس د دویمې جګړې په زړه پورې یادګار.

د افغانستان او پښتونخوا د ښارونو په نامه نومول شوي واټونه.

کندهار روډ، کابل روډ، خبیر روډ او افغان روډ.

زه د لندن سوېل لوېدیځ وانزورډ سیمه کې پر کندهار روډ یا کندهار واټ ولاړ یم. پاک او اوږد واټ چې دواړو غاړو ته یې د وېکتوریایي پېر د دودې معمارۍ په سبک جوړې شوې ودانۍ ولاړې دي. کابل روډ پر کندهار روډ تېر شوی، لږ وړاندې خیبر رود پروت دی او ګاونډ کې افغان روډ تر سترګو کېږي

خو پر لوحو د لیکل شویو دوو نومونو کندهار او کابل لیکدود هغه نه دی چې نن ورځ د دغو نومونو د لیکلو لپاره کارول کېږي. کابل او کندهار دواړو لپاره د انګریزي کې توري پر ځای د سي توری کارول شوی.

نوموتې بریتانیوۍ ورځپاڼې انډېپنډنت کې راغلي چې دغه سره نژدې پراته واټونه د افغان انګلیس د دویمې جګړې په یاد په افغان نومونو نومول شوي.

د افغانانو او انګریزانو تر منځ دویمه جګړه ۱۸۷۸ م کال مې ونښته او تر ۱۸۸۱ م کاله پورې یې دوام وکړ. د دې سیمې په تړاو ثبت شوي رسمي مالومات هم دا وایي چې دا واټونه شا وخوا هماغه وخت جوړ شوي دي. د کندهار روډ یوه عمر خوړلې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي له څه دپاسه ٦٠ ‌کلونو راهیسې پر پر دغه واټ ژوند کوي او اورېدلي یې دي چې د بریتانیا د امپراتورۍ پر مهال دلته هند سره تړاو لرونکو چارواکو ژوند کاوه او د سیمې واټونو لپاره د دغو نومونو غوره کول ښایي همدې موضوع سره څه تړاو ولري.

“زه شا و خوا ٢٠، ٢٢، او یا به ٢٤ کلنه وم دې سیمې ته راغلم. اوس ٨٠ کلنه یم. له هغو وختونو یوازې یو بل کس دلته پاتې. د دې ځای یوه سپینږیري چې اوس مړ دی موږ ته به یې ویل، دلته هند سره تړاو لرونکو لوستو خلکو ژوند کاوهٔ چې سفارتونو بانکونو اویا نورو لوړو ځایونو کې یې دندې وې.

کندهار هندی نوم دی یا بنګالی نوم دی نه یم خبره، خو د دغې سیمې له اوسېدونکو سره یې څه تړاو درلود، دا هغه سپینږیري سړي را ته ویلي و. نو دومره زما په یاد دي.”

له هغو ورځو دلته ډېر څه بدل شوي؟

Getty Images
په ۱۹مه پېړۍ کې د افغان – انګلیس له لومړۍ جګړې وروسته، له کابله د برتانوي ځواکونو وتل (جنوري ۶، ۱۸۴۲)

“نه ډېر څه نه دي بدل شوي خو اوس دلته ډېر ځوانان مېشت شوي او پخوانیو خپل کورونه خپلو لمسیانو ته پرېښي یا یې پلورلي او له لندنه بهر تللي.”

د لندن سوېل لوېدیځ کې دا سیمه د لیتل اندیا یا کوچني هند په نامه هم پېژندل کېږي، سویلي اسیا کې د بریتانیا د امپراتورۍ د حضور یوه یادګیرنه.

د سیمې ځینې اوسېدونکي هم په ناسمه داسې انګېري چې ګواکې کندهار، کابل او خیبر هند پورې اړوند نومونه دي. خو د خیبر روډ يوه بله اوسېدونکې بیا وایي د واټونو دا نومونه او لیکدود ورته نامعموله برېښېدل نو له دې امله یې د مالوماتو پسې لټون پیل کړ.

“کله چې موږ دې ځي ته کډه کوله نو میړه مې راته وویل دا سیمه کوچنی هند نومېږي نو راغلم چې دا سیمه وګورم. د واټونو نومونه چې مې ولیدل لکه کندهار، کابل اوخیبر نو فکر مې وکړ چې دا ډېر په زړه پورې دی، په دې تړاو مې مالومات پسې وکتل. ټول هغه جزییات مې اوس نه دې په زړه خو یاد مې دي چې اوږدهٔ مهال لپاره مې دا مالومات کتل چې پوه شم دا نومونه له کوم ځایه راغلي دي. دا نومونه ۱۸۸۰ کلونو کې غوره شوي ځکه شا و خواه هماغه وخت کې دا واټونه جوړ شوي دي. املا یې هم را ته په زړه پورې وه، ځکه د بېلګې په توګه نن موږ کابل بېل ډول لیکلو.

نو بیا زه پوه شوم چې د لندن د دغې برخې او د هغې سیمې ترمنځ تړاو شته چې نن افغانستان نومېږي.”

خو ټولو ته د واټونو د دغو نامعمولو نومونو په اړه د مالومات موندلو تلوسه نه وه پیداشوې.

د کندهار روډ يوه اوسېدونکې کېري وایي سره له دې یې چې له څو کلونو راهیسې پر کندهار رود ژوند کوي دا ورته نه وه مالومه چې ولې دا سړک کندهار نومول شوی خو وایي افغانستان د یوه بډایه کلتور لرونکي هېواد په توګه پېژني.

Getty Images
د افغان- انګلیس دویمېه جګړه، د میوند جګړې کښل شوی انځور (جنوري ۲۷، ۱۸۸۰)

دا وايي خبره ده چې دلته ځینې واړه واټونه لکه کندهار روډ او ور سره په تقاطع کې کابل روډ شته خو زياتوي، په دې نه پوهېده چې دا نومونه دې په یوهٔ ځانګړي دلیل غوره شوي وي.

خو کېرې بيا د افغانستان په اړه مالومات لري او وايي “خبرونو ته چې وګورو نو بیا ذهن کې مو داسې انځور جوړ شي چې ډېر ناآرامه دی خو بیا بل اړخ ته له تنوع ډک بډایه کلتور لري نو یو ډول ګډ انځور سنرګوته کېږي.”

افغانستان د ګڼو ویجاړونکو جګړو ډګر پاتې شوی او زرګونه میله لېرې دلته په لندن کې لږ تر لږه د یوې جګړې یادونه پر واټونو دافغان ښارونو دنومونو په بڼه خوندي دي او يوه افغان لپاره دا په زړه پورې ده چې لندن کې د موټر لارموندونکى برېښنايي لارښود ورته وايي د کندهار يا افغان يا خيبر روډ ته وگرځه.

Trending

Exit mobile version