تازه خبرونه
له اسلام آباد سره مو د خبرو پیلولو شرط د بندیانو خوشې کول دي ـ ټي ټي پي
رویټرز د څو سرچینو په حواله څرګنده کړې، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سولې خبرو او بشپړ اوربند لپاره له حکومت څخه د بندیانو خوشې کول وغوښتل.
سرچینې په ډاګه کړې؛ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) قومندانانو د باور رامنځته کولو لپاره د دوی د بندیانو خوشې کول د خبرو لپاره یوه اړتیا یاده کړې ده.
د تحریک طالبان پاکستان یوه قومندان رویټرز ته ویلي؛ دوی د افغانستان له اسلامي امارت څخه یو بېل تحریک دی، چې تر اوسه یې د پاکستان له حکومت سره د افغانستان د اسلامي امارت په مرسته دوه پړاوه خبرې اترې ترسره کړي دي.
باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې په دې خبرو کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني مرسته کړې ده.
له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ترکیې ټي آر ټي ټلویزیون ته ویلي وه، چې حکومت یې د “پخلاینې د بهیر” د یوې برخې په توګه له پاکستانيو طالبانو سره د خبرو په حال کې دی.
د عمران خان د څرګندونو له مخې؛ مذاکره کوونکیو هوکړه کړې، چې دواړه خواوې به د تړون له لاسلیک مخکې د پخلاینې د بهیر پر ملاتړ یا مخالفت یا د یو بل پر ضد څرګندونې نکوي.
د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني په یوه پیغام کې ویلي، چې دوی هیڅکله له معنا لرونکیو خبرو ډډه نده کړې؛ خو تر اوسه کوم عملي بدلون ندی راغلی.
دا ډله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګرو ډلو په نوملړ کې هم راغلې ده.
رویټرز زیاته کړې؛ تحریک طالبان پاکستان، چې د جهادي او وسلوالو ډلو ائتلاف دی؛ له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا د پاکستان له حکومت سره جګړه کوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ تحریک طالبان پاکستان له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې جنګیالي لري، چې ډېري یې د افغانستان په پولو کې ځای پر ځای شوي دي.