تازه خبرونه
له افغانستان سره دې له شرطونو پرته مرستې وشي – م.م
د ملګرو ملتونو اجرائيوي کمېټې له افغانستان سره له قید او شرط پرته د بشري مرستو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر روان اقتصادي کړکېچ او رامنخته شویو ټولنیزو ستونزو اندېښنه څرګنده کړې.
د یاد سازمان د اجرائیوي کمېټې په ۷۲ غونډه کې شته چارواکو څرګنده کړې؛ په تېرو څلوېښت کلونو کې میلیونونه افغانان ځپل شوي او په دې هېواد کې نویو بدلونونو په ځانګړي توګه ښځو او ماشومانو ته نوې ستونزې زیږولي. په داسې یوه حالت کې له افغانستان سره له قید او شرط پرته د بشري مرستو د ترسره کولو غوښتنه یوه اړتیا ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر فلیپو ګرانډي ویلي: په تېرو څلوېښت کلونو کې میلیونونه افغانان ځپل شوي او په دې هېواد کې نویو پرمختګونو نوې ستونزې زیږولي. زه تېره میاشت افغانستان ته تللی وم. تاسې له ما او زیات شمېر مرسته رسوونکیو ټولنو اوریدلي، چې له قید او شرط پرته باید ډېر ژر پراخه بشري مرستې ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د دغه کمیشنر په خبره یادو ستونزو ته د نه رسېدو په صورت کې خلک ناچاره دي، چې په پراخه کچه کورنۍ او بهرنۍ کډوالۍ ته مخه کړي.
د هغه د څرګندونو له مخې په تېرو ۷۰ کلونو کې افغانستان د بېړنیو حالاتو په لومړۍ کرښه دی.
د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا؛ مونږ به د پناه غوښتونکیو، بیځایه شویو او د تابعیت نه لرونکیو په څنګ کې ولاړ اوسو او د افغانستان له خلکو به تل ملاتړ کوو.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمیشنرفلیپو ګرانډي زیاته کړې: که څه هم د کډوالۍ او بې ځایه شویو په تړاو په خپلو وړاندویېنو کې له ډېر پام کار اخلم؛ خو پوره ډاډه یم، چې د دغه ډول خرابیو دوام کیداې شي خلک ناچاره او په لویه کچه کورنۍ او بهرنۍ کډوالۍ ته اړ شي.
د ملګرو ملتونو اجرائيوي کمېټې په داسې حال کې د افغانستان د ستونزو او مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي کړکیچ اندېښنه څرګنده کړې، چې اوس هم د افغانانو برخلیک پر یوه تت لوري روان دی؛ د کار نشتون، په بازارونو کې د خوراکي توکو او درملو بیې ورځ تر بلې لوړیږي او مالي سرچینو ته د خلکو نه لاسرسی هغه ستونزه ده، چې د افغانان ژوند ګواښي.
