تازه خبرونه
له افغانستان سره د روغتیا نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده – عبدالسلام حنفی
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له یوه لوړپوړي چارواکي سره په کتنه کې د لریو پرتو سیمو د کلینیکونو د جوړولو او د څانګوالو یا متخصصینو د روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دې ټولنې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د مخدره توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې په ګډون په ټول هېواد کې پر نشهیی توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د اداری فساد د له منځه وړلو او د امنیت د خوندي کولو پرمختګونو ته په نغوته کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان څوکۍ دې د اسلامي امارت استازي ته وسپاري او د مدیترانې سیمې د اجرائیوي بورډ او رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان غړیتوب بېرته خوندي کړي.
عبدالسلام حنفي دغه راز د کوکنارو د کښت د بدیل برابرولو او له سیلاب ځپلیو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز نوموړي د پولیو پر له منځه وړلو د ټینګار تر څنګ د روغتیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پولیو د تشخیص لابراتوارونه فعال او واکسین ورکړي، د سرطان د درملنې مرکز جوړ کړي، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي او د پاکو اوبو د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د اداري مرستيالۍ د خبرپاڼې له مخې، د روغتيا نړيوالې ټولنې د ختيځې مديترانې سيمې مشرې حنان حسن بلخي په دې غونډه کې ويلي، چې د دې ټولنې لپاره روغتيايي موضوع غير سیاسي او د دې ټولنې یو له لومړیتوبونو څخه ده.
نوموړې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته نغوته وکړه او هیله څرګندوي، چې د روغتیا او پوهنې په برخه کې به د افغانانو لپاره ښه شرایط برابر شي.
میرمن بلخي وایي؛ د روغتيا نړيوالې ټولنې له نورو نړيوالو ټولنو او اروپايي ټولنې سره په ګډه درې کلنه پروژه لري، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول هم په کې شته.
نوموړې دغه راز د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو قدردانی وکړ او زياتوي، چې د افغان بزګرانو لپاره د بديل معيشت د برابرولو په اړه به له نړيوالې روغتيايي ټولنې او نورو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې پلاوي په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ په اړه د عامې روغتیا له چارسمبالي سره هم بحث او خبرې کړې دي.