تازه خبرونه

له افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د خلکو او سیمې پر ګټه ده- ذبیح‌الله مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.

Published

on

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي همکاریو ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د پړاوایز تعامل لپاره د لارې نقشې د بیاکتنې په ځواب کې د افغانستان او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.

هغه زیاته کړې:« دا ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، چې د افغانستان او هېوادونو ترمنځ تعامل ټینګ شي او دا اړیکې د افغانستان د خلکو او سیمې لپاره ګټورې دي.»

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې هېوادونه او ټولنې باید د افغانستان د عیني واقعیتونو له مثبتې ارزونې سره د دې هېواد د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پراختیا لپاره همکاري وکړي، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره په اړیکه کې وي او هر اړخیزې همکارۍ پراخې شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په جده کې د مقدماتي تخنیکي غونډې پر مهال له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د چوکاټ د تنظیم لپاره پر نقشه بحث او خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت او له واکمنو چارواکو سره د منظم تعامل، مستقیمو او رغنده خبرو اترو د رامنځته کولو پر لارو چارو بحث او اندونه وړاندې کړي دي.

Trending

Exit mobile version