تازه خبرونه
له افغانستان سره د مرستو بهیر روڼتیا به وارزول شي- امریکا
(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۲)
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارې او هېوادونه به له افغانستان سره د مرستو پر بهیر بیا کتنه وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر د دوشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې دا موضوع راپورته کړه او څرګندوي، چې افغان ښځې د توپیر رامنځته کوونکې، ساتونکې او بدلون غوښتنې لارویانې دي.
هغې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د دې ټولنې د بشري چارو د همغږي کوونکې انډریکا راټواټ ګډ چلند هم ستایلې دي.