تازه خبرونه

له افغانستان سره د مرستو کمول به حالات نور هم خراب کړي

Published

on

د کړکېچ نړیوالې ډلې په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر ښځو د بندیزونو له کبله له افغانستان سره د بشري مرستو کمول به د ټولو افغانانو وضعیت نور هم خراب کړي.

په راپور کې ویل شوي، چې په انجوګانو کې د ښځو د کار د بندولو په اړه د اسلامي امارت له حکم وروسته یو شمېر مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه وځنډول او یا یې کم کړل.

د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۱۱ اعشاریه ۶ میلیون ښځې او نجونې اغېزمنې شوې دي.

د افغانستان په اړه د کړکېچ ډلې لوړپوړي سلاکار ګریم سمیت په څرګندونو کې راغلي؛ د ښځو د حقونو په اړه د پیغام د لېږلو لپاره د مرستو کمول به د ټولو افغانانو وضعیت خراب کړي.

هغه زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د محدودیتونو پر وړاندې تر ټولو اساسي ځواب به د ښځو او نورو زیان منونکیو خلکو د زیانونو د کمولو د لارو چارو لټول وي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې بیا هم له لویدیځو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې له روان بشري بحران سره د مقابلې لپاره یوه لار ومومي او له دغه هېواد سره خپلې مرستې روانې وساتي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د څلور عشاریه شپږ میلیارد دالر مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه باید ومنل شي، چې اړمنو کسانو ته پاملرنه وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو کمېدل افغان ولس ته ډېر زیان رسولی دی.

جوزف بوریل ویلي: مونږ نشو کولی د خپلو مرستو له بندولو سره د افغانستان خلکو په ځانګړي توګه ښځو ته زیان ورسوو. زمونږ مرستې باید اوس هم روانې وي. له همدې کبله له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې له مونږ سره همکاري وکړي او دا ستونزه له طالبانو(اسلامي امارت) سره د مثبتو خبرو اترو له لارې حل کړي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې اندېښنه ښودلې، چې پر ښځو د کار د محدودیتونو له کبله له افغانستان سره د نړیوالو خیریه موسسو مرستې په داسې حال کې بندې شوي، چې د دغه هېواد نیمايي وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version