Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان څخه  د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه “سټراټیژیکه او سمه” وه – جیک سالیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: ” امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونه‌لیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.”

خپور شوی

د

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له سي این این سره په مرکه کې ویلي، چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه "سټراټیژیکه او سمه" وه او که اوس هم امریکایي سرتېري په افغانستان کې وای؛ نو روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: " امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونه‌لیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود."

نوموړي د هغې پوښتنې، چې آیا هغه هم له افغانستان څخه د ګډوډۍ او ویجاړونکي وتلو مسوول دی؛ په ځواب کې وویل: چې د ده په ګډون د امریکا امنیتي او استخباراتي کاري ډلې ټولې مسوولې دي.

اسلامي امارت ويلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او تښتېدلي دي.

دغه راز یو شمېر پوځي شنونکو هم ويلي، چې امریکا په افغانستان کې تقریباً ماتې خوړلې وه او په داسې موقف کې نه‌وه، چې د دوامداره شتون یا په خاموشۍ سره د وتلو په اړه فکر وکړي.

د بایډن ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په ټوله نړۍ او د بشري حقونو فعالینو کې پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو وتل د شاوخوا ۷۰ افغان ملکي وګړو او لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتېرو د مرګ او ژوبلې سره مل شول.

تازه خبرونه

اسلامي امارت په سعودي عربستان کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دا ناممکن وړاندیز له منل شویو واقعیتونو سره په ښکاره تضاد کې دی او د سعودي عربستان له حاکمیت سرغړونه ده.

Published

on

اسلامي امارت د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه وړاندیز غندلی، چې د سعودي عربستان په خاوره کې دې فلسطیني دولت جوړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دا ناممکن وړاندیز له منل شویو واقعیتونو سره په ښکاره تضاد کې دی او د سعودي عربستان له حاکمیت سرغړونه ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: "د نتنیاهو څرګندونې د منل شویو نړیوالو نورمونو سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حقونو ښکاره سرغړونه ده."

اسلامي امارت ټینګار کړی، چې "فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې، چې اشغال روان او د فلسطین د خلکو حقونه تر پښو لاندې وي؛ په غزه او سیمه کې به ثبات نه‌وي او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه ندی."

نتانیاهو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ د اسرائیلو له ۱۴- چینل سره په مرکه کې ویلي وه، چې سعودي عربستان کولی شي په خپله خاوره کې یو فلسطیني دولت جوړ کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال په افغانستان کې ۲۵۰۰ ټنه حبوبات ووېشل

دې پروګرام په ایکس پاڼه کې لیکي، چې حبوبات د پروټینو؛ مغذي توکو، اوسپنې، منرالونو او بي ویټامینونو یوه مهمه سرچینه ده او له دې مرستې سره په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره خلکو د خوړو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د اروپايي ټولنې، جرمني، سویلي کوریا، بریټانیا او امریکا پر مرسته تېر کال په افغانستان کې ۲ زره ۵۰۰ ټنه حبوبات وېشل شوې دي.

دې پروګرام په ایکس پاڼه کې لیکي، چې حبوبات د پروټینو؛ مغذي توکو، اوسپنې، منرالونو او بي ویټامینونو یوه مهمه سرچینه ده او له دې مرستې سره په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره خلکو د خوړو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام مخکې په یوه راپور کې ویلي وه، چې سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیون خلک له لوږې سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي: "اټکل کیږي، چې سږ کال په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیون خلک د خوړو د نه‌خوندیتوب له بحران او بېړني کچې سره مخ دي."

دې پروګرام لا دمخه په لرې پرتو سیمو کې هغو ټولنو ته د خوړو وېش پیل کړی، چې څه نا څه په بشپړ ډول د واورې او یخ له کبله پرې د تګ راتګ لارې تړل شوې دی.

په ورته وخت کې دې پروګرام ویلي، چې سخت مالي بحران په افغانستان کې د دوی فعالیتونه کم کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان به له اسلام‌آباد څخه زرګونه افغان کډوال وباسي

د پاکستان حکومت دوی ته ویلي، چې د هېواد نورو برخو ته ولاړ شي. په ځانګړي توګه راولپنډۍ ته، چې په کې سفارتونه او د کډوالو ادارې فعالې دي.

Published

on

په اسلامآباد کې په لسګونو زره هغو افغان کډوالو ته، چې په درېیم هېواد کې د بیا میشتیدنې لپاره پر تمه دي؛ د پاکستان حکومت امر کړی، چې د مارچ تر یودېرشمې له پلازمېنې ووځي.

د پاکستان حکومت دوی ته ویلي، چې د هېواد نورو برخو ته ولاړ شي. په ځانګړي توګه راولپنډۍ ته، چې په کې سفارتونه او د کډوالو ادارې فعالې دي.

کډوالو او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارو د دې پرېکړې په اړه اندېښنې څرګندې کړې؛ پاکستان زرګونه افغان کډوال ګواښي او وباسي، خو که دوی په امریکا او نورو هېوادونو کې ځای پر ځای نشي.

شاوخوا ۲۰ زره افغانان د بیا میشتیدنې لپاره په امریکا کې تائید شوي؛ خو دا له هغې وروسته، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د امریکا د کډوالو پروګرامونه ودرول له ناڅرګند برخلیک سره مخ شول.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په دې وروستیو کې ویلي، چې نږدې ۸۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته تللي او شاوخوا ۴۰ زره په نورو ځایونو کې د بیا میشتېدنې غوښتنه لري، چې اوس هم په پاکستان کې دي.

د ټرمپ د کډوالو د منلو درې میاشتنی ځنډ د جنورۍ پر اووه‌ویشتمه نافذ شو. د ټرمپ ادارې په دې اړه هیڅ ندي ویلي، چې بیا میشتېدنه به بالاخره بیا کله پیل شي.

پاکستان له اسلامي امارت سره د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ له کبله سلګونه زره نور افغانان - هغه کډوال، چې په قانوني یا غیرقانوني توګه داخل شوي او حتا ځینې یې، چې په لویدیځو هېوادونو کې د بیا میشتېدنې لپاره پاکستان ته داخل شوي وه؛ هم وشړل.

پاکستان اسلامي امارت تورنوي؛ پاکستانيو وسلوالو ته یې پناه ورکړې، چې له پولې هاخوا بریدونه تر سره کوي.

اسلامي امارات تل دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي: هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې د وسلوالو بریدونو لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د د لېږد د ځنډولو په اړه پخوانیو امریکایی سرتېرو یوې ډلې د امریکا له بهرنیو چارو، کورني امنیت او دفاع وزیرانو څخه د دې پروسې د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!