سیمه ییز خبرونه
له افغانستان څخه پاکستان ته دې د غیرقانوني وسلو د قاچاق مخه ونیول شي
پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې وسلو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه ونیسي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي ماموریت له نړۍ وغوښتل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته دې د غیرقانوني وسلو د قاچاق مخنیوي لپاره کار وکړي.
پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې وسلو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه ونیسي.
سید عاطف رضا ویلي، چې وسلې د تحریک طالبان پاکستان او ازادۍ غوښتونکو بلوڅو غورځنګ په ګډون مخالفو ډلو لاس ته ورځي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ماموریت سلاکار سید عاطف رضا د پرمختللو او عصري وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د همغږۍ غوښتنه وکړه، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ په څېر وسلوالې ډلې یې تر لاسه کوي.
په ملګرو ملتونو ټولنه کې د پاکستان دایمي استازولۍ سلاکار سیدعاطف رضا ویلي: “وسلوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت غیرقانوني وسلې لري، چې د ملکي وګړو او پاکستاني وسلوالو ځواکونو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې کارول کیږي. مونږ له خپلو نړیوالو شریکانو غواړو، چې د پرېښودل شویو وسلو پراخه زیرمې بېرته ترلاسه کړي، د وسلوالو ترهګرو ډلو لاسرسی پرې کړي، او د غیرقانوني وسلو د دې غوړېدونکي تور بازار د تړلو لپاره ګامونه پورته کړي.”
د پاکستان ډيپلومات د اسلامآباد دریځ بیا تکرار کړ، چې ټي ټي پي او نور وسلوال په افغانستان کې خوندي ځایونه په پاکستان کې دننه د وژونکو بریدونو لپاره کاروي.
ځینې افغان کارپوهان په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کوي او وايي، چې پاکستان په امنیتي همکارۍ کې مخلص ندی او دوه ګونی معیار لري.
دلته بیا اسلامي امارت تل له افغانستان څخه پاکستان او سیمې ته د امریکایي وسلو لېږد او قاچاق رد کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند تل ټینګار کړی، چې په افغانستان کې پاتې شوي تجهیزات او وسلې د هېواد شتمني ده؛ ساتل کیږي او د افغانستان د خاورې د دفاع لپاره به وکارول شي.
