سوداگري
له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو واردات ودرول شول
د تورخم، غلام خان او خرلاچي بندرونو ګمرکي چارواکو دا بندیز د واردونکو لپاره د “اصلي هیواد سندونه” وړاندې کولو پورې مشروط کړی دی.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ له دوشنبې (غبرګولي دولسمه) راپدېخوا له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو واردات ودرول شول.
د تورخم، غلام خان او خرلاچي بندرونو ګمرکي چارواکو دا بندیز د واردونکو لپاره د “اصلي هیواد سندونه” وړاندې کولو پورې مشروط کړی دی.
په تورخم کې د ډبرو سکرو واردونکو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې توکو د ترخیص بهیر د یکشنبې پر ورځ ناڅاپه ودرول شو؛ خو د دوشنبې پر سهار دوی ته رسمي خبر ورکړ شو، چې دوی به د ترخیص پر وخت د اصلي هیواد سندونه وړاندې کړي.
دا ناڅاپي اقدام د سلګونو لاریو د درېدو لامل شو، چې د واردونکو او موټر چلوونکو ترمنځ یې اندېښنه رامنځته کړې؛ ځکه ډېرو غوښتل، چې د بارونو د ترخیص بهیر بشپړ کړي او له لوی اختر څخه مخکې بېرته کور ته راستانه شي.
د تورخم ګمرک د ترخیص (تصفیې) د استازو ټولنې مشر مجیب الله شینواري له ډان سره په خبرو کې ویلي؛ په اسلامآباد کې له لوړ پوړو چارواکو څخه د لنډمهاله معافیت ترلاسه کولو لپاره پراخې هڅې روانې دي، چې له لوی اختر څخه مخکې ورسره یو څه مرسته وشي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ګمرک چارواکي د ډبرو سکرو او صابون ډبرو له وارداتي آسانتیاوو د ناوړه ګټې اخیستنې د احتمال په اړه اندېښمن دي او وېره لري، چې دا توکي له نورو هېوادونو وارد شوي نه له افغانستان څخه.
شینواري زیاته کړې؛ د دې سند د صادرولو په اړه په تېرو وختونو کې له افغان چارواکو سره خبرې اترې شوي؛ خو د وزن، بیې او وارداتي شرایطو په برخه کې ځینې تخنیکي ستونزې راپورته شوې وې.
هغه ټینګار کړی، چې د دې دوه کانونو د ډبرو د وارداتو په بهیر کې هیڅ سرغړونه نده شوې او د ډبرو سکاره او صابون ډبره په حقیقت کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه اخیستل شوې دي.
هغه ویلي، د دې بار د ثابتولو لپاره کافي اسناد د تورخم ګمرک چارواکو ته چمتو شوي دي.
شینواري دا هم ویلي، چې د ډبرو سکرو او صابون ډبرو د تصفیې د بهیر د لنډمهاله بیا پیل لپاره رسمي غوښتنه په پېښور، اسلامآباد او کابل کې ټولو اړوند چارواکو ته لېږل شوي دي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې دوی به له لوی اختر مخکې مثبت خبرونه ترلاسه کړي.
په تورخم کې د ډبرو سکرو واردونکي جمشید خان ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د بندیزونو له لګولو مخکې هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ ټرکونو پورې د ډبرو سکرو او ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ټرکونو پورې د صابون ډبرې د تورخم، غلام خان او خرلاچي له لارې پاکستان ته ننوتې.
هغه زیاته کړې، چې وارد شوي ډبرو سکاره د پنجاب بېلابېلو ښارونو ته لېږدول کیده، چې په بېلا بېلو صنعتونو کې وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د صابون ډبره نورو هېوادونو ته د صادرېدو لپاره کراچۍ لېږل کېده.
سوداگري
آریاناافغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي
آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.
د آریانا افغان هوایي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت له خپل مل پلاوي سره یوځای د ترکیش ایرلاینز له اجرائیوي رییس بلال إکشي سره د لیدنې پر مهال په هوايي سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.
د آریانا افغان هوایي کشرکت رییس د ترکیش ایرلاینز له نړیوالو تجربو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هوايي ټرافیک، سوداګرۍ او ګرځندوی اړیکو په پیاوړتیا کې د دې شرکت رول مهم وباله.
د ترکیش ایرلاینز اجرائیوي رییس هم د آریانا افغان هوایي شرکت له وروستي پرمختګ ستاینه وکړه او ژمنه وشوه، چې ترکیه په تخنیکي روزنه، رغونه او د هوايي عملیاتو ښه کولو کې ګډې همکارۍ ته چمتو ده.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراخولو لپاره د ګډو تخنیکي او عملیاتي ډلو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
سوداگري
تمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي
د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له کبله نن له ۵۰ ورځو بندېدا وروسته د تورخم اړینه لار د بشري دلایلو له مخې پر محدوده توګه پرانیستل شي.
د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.
پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، میوې او سابه صادروي او له افغانستان څخه د ډبرو سکاره، تازه او وچه میوه واردوي.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د تورخم لار هره ورځ په اوسط ډول د ۸۵۰ میلیون ټنو پر ارزښت دوه اړخیزې سوداګرۍ ته آسانتیا برابروي.
په دې لار کې بند پاتې موټر چلوونکي وايي، چې د اوبو او خوړو لپاره مناسب شرایط نشته؛ نور خپل لګښتونه پوره کولی نشي او ډېری یې د سختې سړې هوا له کبله ناروغه شوي دي.
یوه ورځ مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی؛ ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه غوښتي، چې د لارې د بندېدا پر پرېکړه بیاکتنه وکړي.
ډار زیاته کړې؛ له مشرتابه سره له مشورې وروسته شونې ده، چې افغانستان ته اړین بشري توکي صادر کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ د اسلامآباد یوازنۍ تمه له افغان حکومت څخه دا ده، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د اډې په توګه ونه کارول شي. دا هغه غوښتنه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې د دوی خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.
د تورخم لارې بیا پرانیستل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او بشري مرستو ته آسانتیا برابره کړي او د ۵۰ ورځني بندښت له کبله رامنځته شوي فشارونه راکم کړي.
سوداگري
په بلخ کې د تېر کال پرپرتله د پختې په بیه کې بې ساري کمښت راغلی
د یو شمېر بزګرانو او پروسس کوونکو د څرګندونو له مخې؛ د دې محصول بیه دومره راټیټه شوې، چې دوی ان خپل لګښتونه هم نشي پوره کولی.
د بلخ ولایت د پختې پروسس کوونکو ويلي؛ دا اړین کرنیز محصول سږکال له بې ساري اقتصادي رکود سره مخ شوی او دوی یې له درندو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.
د یو شمېر بزګرانو او پروسس کوونکو د څرګندونو له مخې؛ د دې محصول بیه دومره راټیټه شوې، چې دوی ان خپل لګښتونه هم نشي پوره کولی.
دوی ټینګار کړی؛ که ملاتړ یې ونشي، نو دوی به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.
د بلخ صنایعو او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازي ويلي، چې د پختې د صادراتو او بازار موندنې لپاره به ډېر ژر بدیلې لارې چارې رامنځته شي؛ ځکه له څو هېوادونو سره د تړونونو پر لاسلیک خبرې روانې دي.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ریاست د څرګندونو له مخې؛ تېر کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۲۸۰۰۰ هکټاره ځمکه پخته کرل شوې وه، چې ۵۶۰۰۰ ټنه حاصل یې ورکړ. اوس پر ۳۰۰۰۰ هکټاره ځمکه پخته کرل شوې او حاصل یې ۶۰۰۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار
-
تازه خبرونه5 days agoنږدې ۱.۵ میلیون افغانان معلول ژوند کوي
-
تازه خبرونه18 hours agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
تازه خبرونه4 days agoلکنووال سپینې ماڼۍ ته په نږدې ډزو کې ځان بې ګناه وباله
-
څار4 days agoڅار: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ارزونه
