سوداگري

له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو واردات ودرول شول

د تورخم، غلام خان او خرلاچي بندرونو ګمرکي چارواکو دا بندیز د واردونکو لپاره د “اصلي هیواد سندونه” وړاندې کولو پورې مشروط کړی دی.

Published

on

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ له دوشنبې (غبرګولي دولسمه) راپدېخوا له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو واردات ودرول شول.

د تورخم، غلام خان او خرلاچي بندرونو ګمرکي چارواکو دا بندیز د واردونکو لپاره د “اصلي هیواد سندونه” وړاندې کولو پورې مشروط کړی دی.

په تورخم کې د ډبرو سکرو واردونکو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې توکو د ترخیص بهیر د یکشنبې پر ورځ ناڅاپه ودرول شو؛ خو د دوشنبې پر سهار دوی ته رسمي خبر ورکړ شو، چې دوی به د ترخیص پر وخت د اصلي هیواد سندونه وړاندې کړي.

دا ناڅاپي اقدام د سلګونو لاریو د درېدو لامل شو، چې د واردونکو او موټر چلوونکو ترمنځ یې اندېښنه رامنځته کړې؛ ځکه ډېرو غوښتل، چې د بارونو د ترخیص بهیر بشپړ کړي او له لوی اختر څخه مخکې بېرته کور ته راستانه شي.

د تورخم ګمرک د ترخیص (تصفیې) د استازو ټولنې مشر مجیب الله شینواري له ډان سره په خبرو کې ویلي؛ په اسلام‌آباد کې له لوړ پوړو چارواکو څخه د لنډمهاله معافیت ترلاسه کولو لپاره پراخې هڅې روانې دي، چې له لوی اختر څخه مخکې ورسره یو څه مرسته وشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ګمرک چارواکي د ډبرو سکرو او صابون ډبرو له وارداتي آسانتیاوو د ناوړه ګټې اخیستنې د احتمال په اړه اندېښمن دي او وېره لري، چې دا توکي له نورو هېوادونو وارد شوي  نه له افغانستان څخه.

شینواري زیاته کړې؛ د دې سند د صادرولو په اړه په تېرو وختونو کې له افغان چارواکو سره خبرې اترې شوي؛ خو د وزن، بیې او وارداتي شرایطو په برخه کې ځینې تخنیکي ستونزې راپورته شوې وې.

هغه ټینګار کړی، چې د دې دوه کانونو د ډبرو د وارداتو په بهیر کې هیڅ سرغړونه نده شوې او د ډبرو سکاره او صابون ډبره په حقیقت کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه اخیستل شوې دي.

هغه ویلي، د دې بار د ثابتولو لپاره کافي اسناد د تورخم ګمرک چارواکو ته چمتو شوي دي.

شینواري دا هم ویلي، چې د ډبرو سکرو او صابون ډبرو د تصفیې د بهیر د لنډمهاله بیا پیل لپاره رسمي غوښتنه په پېښور، اسلام‌آباد او کابل کې ټولو اړوند چارواکو ته لېږل شوي دي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې دوی به له لوی اختر مخکې مثبت خبرونه ترلاسه کړي.

په تورخم کې د ډبرو سکرو واردونکي جمشید خان ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د بندیزونو له لګولو مخکې هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ ټرکونو پورې د ډبرو سکرو او ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ټرکونو پورې د صابون ډبرې د تورخم، غلام خان او خرلاچي له لارې پاکستان ته ننوتې.

هغه زیاته کړې، چې وارد شوي ډبرو سکاره د پنجاب بېلابېلو ښارونو ته لېږدول کیده، چې په بېلا بېلو صنعتونو کې وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د صابون ډبره نورو هېوادونو ته د صادرېدو لپاره کراچۍ لېږل کېده.

Trending

Exit mobile version