تازه خبرونه

له افغان کډوالو سره د اسلام‌آباد ناسم چلند اخلاقي کمزوري ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني، چې د چارشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۷نېټه) ننګرهار ولایت ته په سفر کې له پاکستان څخه شړل شویو او هېواد ته راستانه شویو کډوالو سره په لیدنه ویلي؛ له کډوالو سره د اسلام‌آباد ناسم چلند اخلاقي کمزوري ده.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په تورخم پنډغالي کې د وینا پر مهال هېواد ته د افغان کډوالو له راستنېدو هرکلی وکړ او له افغان کډوالو سره یې د پاکستان حکومت چلند ناسم وباله او زیاته یې کړه، چې له دوی سره ناسم چلند د اخلاقو کمزروري ده.

هغه ویلي: ټول ملت او ټول نظام ستاسې له کبله خواشینی او خفه دی. مونږ له خپلو ګاونډیانو څخه ناراضه یوو، چې کاشکې یې دومره کمزوري اخلاق نه وای، د هغوی لپاره دا مناسبه نه وه او دا ستونزې پر مونږ ټولو اغېز کوي. مونږ تاسې ته هغه باعزته او له درناوي ډک ژوند غواړو، چې د ځان لپاره یې خوښوو. مونږ په افغانستان کې د عزت او خپلواکۍ لپاره جنګېدلي یوو؛ دلته که لوږه وي او که ستونزې دي؛ عزت او درناوی مو خوندي دی.

نوموړي د پنډغاليو په جوړولو او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د اړوند ادارو له هلو ځلو د درناوي تر څنګ راستنېدونکو ته هم ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به دوی ته ډېرې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مهاجرینو ته د وینا پر مهال وویل، چې تاسې باید نن یا سبا خپلو خپلو مېنو ته ستانه کیږئ.

هغه زیاته کړې: که په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یاست؛ له راستنېدو سره په ډېر درنښت په په افغانستان کې ومنل شوئ.

د هغه په ​​وینا؛ د مهاجرینو لپاره د خدماتو برابرول د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

سراج الدین حقاني وایي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې ستاسې ټولې اړتیاوې د شریعت، اسلام او هېواد غوښتنې په چوکات کې پوره کړي.

نوموړي د هېواد له سوداګرو هم مننه وکړه، چې له راستنېدونکیو کډوالو سره يې د مرستې ژمنه کړې ده.

همدا راز یو شمېر سوداګرو، چې په دغه سفر کې له سراج الدین حقاني سره ملګري وه؛ له راستنېدونکیو سره د شاوخوا شل میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.

له بلې خوا راستنېدونکیو کډوالو له حکومته غوښتنه کړې، چې دوی ته د دایمي سرپناه زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې خپلو اصلي ولایتونو ته د کډوالو د لېږد بهیر چټک شوی دی.

که څه هم له پاکستان څخه مهاجرین ډله‌ییز شړل شوي دي؛ خو یو شمېر خلک په دې باور دي، چې له مهاجرینو سره د چلند بهیر له لویو ستونزو سره مخ نه‌دی او حکومت کولی شي، چې د نړیوالو ټولنو په همکارۍ له دوی سره سم چلند وکړي.

د يادونې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د لړۍ له پيل راپدیخوا د تورخم له لارې څه باندې ٥٠ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

Trending

Exit mobile version