سوداگري
له ایران سره د یو میلیارد ډالرو پر ارزښت سوداګري بېرته عادي شوې

ایراني سرچینو د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه له ایران څخه د وارداتو ارزښت یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر یونس مومند زیاته کړې؛ ایران ته د افغانستان صادرات ۸۰۰ میلیون ډالره دي. له افغانستان څخه په صادر شویو توکو کې قیمتي ډبرې، وچه میوه، د څارویو پوستکي، زردالو او نورې تازه میوې دي.
د ایران په صادراتو کې برښنایي وسایل، د اړتیا وړ لومړني توکي، پټرولیم او خوراکي توکي دي.
ایرنا خبری سرچینې ته د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي؛ د پخواني حکومت له نسکوریدا وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتی راکړه ورکړه بېرته عادي حالت ته راګرزېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یو ۱۵ کسیز پلاوی پر مشرۍ کابل ته راغلی، چې په ترکیب کې یې د سوداګرۍ، اقتصاد او نفتي توکو اړوند ادارو استازي هم شته.
سوداگري
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست څرګنده کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي له لارې د مالونو لیږد رالېږد تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي پټلۍ په موقتي توګه تړل شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د ریلپټلۍ په تخنیکي او عملیاتي برخو کې کومه ستونزه نشته او د ازبکستان لخوا تړل شوې ده.
مجاهد د ریلګاډي پټلۍ تړل لنډمهاله ګڼي او له سوداګرو يې وغوښتل، چې صبر زغم ولري او د اړتيا وړ توکي د آقینې- اندخوى د ریلګاډي پټلۍ له لارې وارد کړي.
د افغانستان د ریلګاډي ادارې د حیرتان – ازبکستان د ریلپټلۍ د موقتي بندیدو د علت له بیانولو سره ویل چې دا اداره له تېرو درې میاشتو راپدیخوا د ریلپټلۍ د ټولو چارو د مدیریت په سپارلو بوخته ده او په راتلونکیو دوه ورځو کې به یو پلاوی افغانستان ته راواستوي. له افغانستان څخه به ازبکستان ته ولاړ شي، چې پدې اړه وروستی هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د افغانستان د ریلپټلۍ ویاند زیاته کړې: د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته به د حیرتان- مزارشریف له لارې د ترانسپورت بهیر یو ځل بیا پیل شي او په عادي توګه به دوام وکړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره میاشت اعلان وکړ، چې د افغان لوري او د ازبکستان د ریلګاډي د چارواکو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې د حیرتان – مزار شریف د ریلګاډي د پټلۍ مسوولیت له ازبکستان څخه افغانستان ته سپارل شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د حيرتان- مزارشريف د رېلپټلۍ د غزولو مسووليت، چې له تېرو يوولس کلونو راپدیخوا د سوګديانا ترانس نومي ازبکي شرکت لخوا پر مخ وړل کېده، چې د یوه منظم مهالوېش له مخې به د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته ولېږدول شي.
سوداگري
ایران په افغانستان کې د سوداګریزې پانګونې په لټه کې دی

د مهر خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ پرون (سې شنبه د سلواغې ۱۱ ) د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي په افغانستان کې د سوداګریز مرکز له رامنځته کولو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړې، چې دغه مرکز به راتلونکې میاشت جوړ شي؛ خو د مهر په راپور کې دا ندي ویل شوي، چې د افغانستان په کومه سیمه کې به دغه مرکز جوړ شي.
محمد موسوي هیله من دی، چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
سعید محمد موسوي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو نومې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان په تلپاتې وده کې برخه واخلي.
دغه راز افغان چارواکو هم ویلي، چې له ایران څخه د افغانستان د وارداتو اندازه لکه د خوراکي او سون توکو کچه په کال کې تر یو میلیارد دالرو پورې رسیږي.
د چارواکو په وینا ایران ته د افغانستان د صادراتو اندازه ډېره کمه ده او په کلني ډول تر ۲۰ میلیون دالرو نه رسیږي.
د یو شمېر کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ ایران هڅه کوي په دې هېواد کې خپلې ګټې خوندي کړي.
سوداگري
په تېرو نهه میاشتو کې افغانستان هند ته د ۱۵۹ میلیونه دالرو پر ارزښت صاد رات لرل

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ د روان کال په تېرو نهه میاشتو کې هندوستان ته د ۱۵۹ میلیونه دالرو پر ارزښت صادرات شوي، چې زیره، اینجه، زعفران، پیسته او طبي نباتات ستره برخه ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي؛ په تېرو ۹ میاشتو کې له هندوستان څخه د ۲۹۱ میلیون دالرو پر ارزښت واردات شوي، چې ېره برخه یې درمل، بوره او ځیني نور سوداګریز توکې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ويلي؛ هڅه کوي، چې له هندوستان سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته نوره هم پراختیا ورکړي.
د صنعت او سو داګرۍ وزارت زیاتوي؛ په روان کال کې د نږ دې ۴۵۰ میلیو ن دالرو پر ارزښت د دواړه هېوادو نو ترمنځ سوداګرۍ شوې.
د خصوصي سکتورغړي وايي؛ که د هندوستان لهخوا افغان سوداګروته اسا نتیاوي برابرې شي، د دواړه هیوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو پورې ورسيږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخوندزاده وایي؛ زمونږ ډېري کرنیز محصولات لکه وچه او تازه میوه، اینجه او نور طبي نباتات دي، چې هندوستان ته یې صادروو او هڅه کوو، چې له هندوستان سره په راتلونکې کې خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکي پراخي کړو.
د سوداګرۍ اوپانګونې خوني مسوولین هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندې کړي ارقام تائیدوي او زیاتوي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو پر ضد د هندوستان لهخو ستونزې رامنځته شوي.
دوی زیاته کړېکه د هندوستان لهخوا د تېر پرڅېر د اقتصادي فعالیتونو لپاره اسا نتیاوي برابرې شي د سوداګرۍ کچه نوره هم پیاوړې کیدای شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره لوړ ظرفیت شته، خو ستونزه هندوستان جوړه کړې او افغان سوداګرو ته ویزې نه ورکوي. که دوۍ افغان سوداګرو ته ویزې ورکړي؛ باوري یم، چې د اقتصادي فعالیتونو حجم به ډېر لوړ شي.
د خصوصي سکتور غړي وايي، چې دمګړۍ له هندوستان سره د هوايي د هلیز، د پاکستان د واګې بندر او د ایران عباس بندر له لاري سوداګري روانه ده. دوی له هندوستان څخه هیله من دي، چې د اړیکو د پراختیا لپاره شته ستونزې اوارې کړي.
-
نړۍ4 days ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
تازه خبرونه5 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
-
نړۍ5 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي
-
نړۍ3 days ago
د پېښور په جومات کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۸۷ کسانو ته ورسېد