تازه خبرونه

له ایران څخه د افغانانو جبري ستنېدا؛ ښځې او ماشومان له ګواښونو سره مخ دي

د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زده‌کړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.

Published

on

د بشري حقونو«هانا» بنسټ خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ، ښځې او ماشومان له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کوي.

د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زده‌کړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.

د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې، ښځې او نجونې هم د زده‌کړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو او د کافي ملاتړیزو شبکو د نشتوالي له کبله له زیاتې زیان‌من‌کېدا سره مخ دي.

«هانا» ټینګار کړی، چې یوازې افغانان«بې‌اسناده» ګڼل باید د هغوی د ساتنې د اړتیاوو د ځانګړې ارزونې ځای ونه‌نیسي او له ستنولو مخکې باید قانوني تضمینونه او بشري مرستې برابرې شي.

د ایران کورنیو چارو وزارت د اګست پر نهمه ویلي، د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال له پیل راپدېخوا شاوخوا دوه میلیون بې‌اسناده یا ناثبت شوي افغانان له دغه هېواده ایستل شوي او د ایستلو لړۍ یې اوس هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال د جولای تر یوولسمې پورې شاوخوا ۳۱۵زره او ۸۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي، چې تر دې دمه له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو د ثبت شویو له ۸۳ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دې مخکې له هېوادونو غوښتي؛ په هغو برخو کې، چې خلک له خوندیتوب ګواښونو سره مخ وي، له جبري ستنولو یې ډډه وکړي. دې ادارې ښځې او نجونې د تر ټولو زیان‌منونکو څخه بللې دي.

Trending

Exit mobile version