سوداگري

له ایران څخه وارد شوي د ټيټ کیفیت تېلو ۹ تانکرونه بېرته مسترد شول

Published

on

د ستندرد ملي ادارې نن (چارشنبه د غویی دیارلسمه) د فراه په ۷۸ میل بندر کې له ایران څخه وارد شوي د ټیټ کیفیت تېلو ۹ تانکرونه بېرته ایراني لوري ته مسترد کړل.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د تېلو دغه تانکرونه، چې ۷۸ میل فراه بندر ته داخل شوي وه، له لابراتواري ازموینو وروسته منفي اعلان او ایران ته بېرته ولېږدول شول.

په دې وروستيو کې د ستندرد ملي ادارې د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له ټولو سوداګرو يې غوښتي، چې هېواد ته بې کيفيته توکي وارد نه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درې ورځو کې له ایران څخه د بې کیفیته تېلو ۱۹ تانکرونه له لابراتوار تشخیص وروسته بېرته ایران ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version