پرمختګ او بشپړتیا
له بهرنيو چارو وزارت سره د ۲۶۸ ميليون ډالرو د همكارۍ تړونونه لاسليك شول
په كابل كې د امريكا سفارت وايي:
له دې همكارۍ څخه موخه د نشه يي توكو په وړاندې مبارزه، د عدلي او قضايي ارگانونو د ظرفيت لوړول او د پوليسو د روزنې له بهير څخه ملاتړ دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين وايي:
دا د پوليسو د روزنې له پروگرام، نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې او عدلي – قضايي بنسټونو او زندانونو د ځواكمنتيا د پروژې د تمويل د دوه يم پړاو همكاري ده.
ويل كيږي، چې د دې همكاريو لومړۍ مرحه ۲۰۰۶ع كال ته ورگرځي، چې امريكا په دې برخه كې ډېرې مرستې كړې دي.
په كابل كې د امريكا سفارت د قانون حاكميت د همغږۍ رييس هانس كليم وايي:
د امريكا متحده ايالات غواړي، چې په دې ۲۶۸ ميليون ډالر مرسته به د نشه يي توكو په وړاندې مبارزه چټكه كړي، د پوليسو له پروگرامونو ملاتړ به وكړي او دغه راز په افغانستان كې به د عدلي او قضايي ارگانونو او زندانونو په حالت كې ښه والى راشي .
دا همكارۍ به تر۲۰۱۲ع كال پورې دوام وكړي، چې د اړوند بنسټونو د اړتياوو له مخې لگول كيږي.
په كابل كې د امريكا سفارت چارواكي وايي:
دا پروژه له ۲۰۱۴ع كال وروسته د امريكا پاملرنه او د حكومتي چارو د ښه كولو او نشه يي توكو په وړاندې د اغېزناكې مبارزې هڅه گڼل كيږي.
دوى وايي، چې امريكا به له ۲۰۱۴ ع كال وروسته هم د افغانستان خلك يوازې پرې نږدي .