تازه خبرونه
له بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیانمن کړ- ترمپ
ترمپ په دې خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست شپږویشتمه د کابل د«ابي» دروازې د برید د پېنځمې کلیزې د درناوي ورځ اعلان کړې ده.
د کابل د ابي» دروازې له مرګوني برید پېنځه کاله وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د دې پېښې د پېنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.
ترمپ په دې خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست شپږویشتمه د کابل د«ابي» دروازې د برید د پېنځمې کلیزې د درناوي ورځ اعلان کړې ده.
په دې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه د ماښام پر ۵:۳۶ د داعش یوه غړي ځان د کابل د«ابي» دروازې ګڼې ګوڼې ته ورساوه او له ځان سره لېږدولی بم یې وچاوداوه. د دې برید په پایله کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول، ۴۵ نور ټپیان او له ۱۶۰ ډېر افغانان هم ټپیان شول.
ترمپ په خبرپاڼه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو پر وړاندې خپل ژور درناوی څرګند کړی او د هغوی نومونه یې هم یاد کړي دي.
هغه ویلي، چې د دې برید د پېنځمې کلیزې په مناسبت د دغو سرتېرو قربانۍ او زړورتیا ته درناوي کوي.
ترمپ ویلي، چې امریکايي وسلهوالو ځواکونو ۲۰ کاله د افغانستان په غرونو او ښارونو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او طالبانو له واکه د لرې کولو لپاره جګړه وکړه؛ خو پر وینا یې، جو بایډن دغه لاسته راوړنې له افغانستان څخه پر بېړې او ناسم وتلو له منځه یووړې او دا بهیر د امریکا په تاریخ کې پر یو له تر ټولو بدو پوځي ناورینونو بدل شو.
په اعلامیه کې راغلي، چې جو بایډن د ۲۰۲۱ز.کال د جولای پر دوهیمه امریکايي ځواکونه د شپې لهخوا له بګرام هوايي اډې څخه وایستل؛ پرته له دې، چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په جریان کې کړي. ترمپ ویلي، دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو سترې پوځي اډې د له لاسه ورکولو، د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت د پوځي تجهیزاتو د له منځه تلو او د پاتې امریکايي ځواکونو د سټراټیژیکو آسانتیاوو د له لاسه ورکولو لامل شوه.
د ترمپ د څرګندونو له مخې، طالبانو په څو اوونیو کې بګرام ونیو او زرګونه ترهګر او مجرمان یې له زندانونو خوشې کړل.
هغه زیاته کړې، چې کابل ډېر ژر سقوط وکړ او امریکايي ځواکونو د افغانستان د لهپاشل کېدا په ترڅ کې د (کابل) له نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې له سختو عملیاتو سره مخ شول.
ترمپ ویلي:« زه( د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقومندان) تل امریکا ته لومړیتوب ورکوم او د خپل حاکمیت څخه به دفاع کوم.»
هغه زیاته کړې، چې د دې برید د مسوول داعش غړي له نیول کېدا او د امریکا عدالت ته له سپارلو خوښ دی او ټینګار یې کړی، چې تل به د امریکا د وسلهوالو ځواکونو تر څنګ ولاړ وي، د سرتېرو له کورنیو به ملاتړ کوي او د هغې تېروتنې اجازه به ورنهکړي، چې د«ابي» دروازې د برید لامل شوې؛ بیا تکرار شي.
ترمپ په پای کې ویلي؛ امریکا په دې کلیزه کې یو ځل بیا د وژل شویو ۱۳ سرتېرو او د هغوی له کورنیو سره خپله سپېڅلې ژمنه تازه کوي، چې د هغوی نومونه تل په یاد وساتي، د یاد درناوی یې وکړي او هغه درنده بیه به هیڅکله هېره نهکړي، چې هغوی د خپل هېواد لپاره پرې کړه.