تازه خبرونه
له ترهګرو ملاتړ به افغانستان غرق کړي – پاکستان

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې د ترهګرو ملاتړ او هغوی ته پناه ورکول به افغانستان غرق کړي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه د پاکستان لپاره خطر دی او اسلامآباد پر ځلونو له کابله غوښتي، چې ترهګر پاکستان ته وسپاري.
جان اڅکزي خبرداری ورکړی؛ که دا ملاتړ همداسې روان پاتې شي، نو افغانستان به غرق کړي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالی وزیر وایي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته داسې شواهد وړاندې کړي، چې ښيي؛ ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري او هغوی ته وسلې ورکول کېږي، خو کابل بیا هم دوه مخې چلند کوي او دا مونږ ته د منلو وړ نهدی.
هغه دا ادعا هم کړې، چې د اسلامي امارت قومندانان له تحریک طالبان پاکستان سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل له ترهګرو څخه د ملاتړ په اړه د پاکستان د لنډمهالي حکومت روانې ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت د خرابېدو مسوول نهدی.
تازه خبرونه
د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.
د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”
له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
-
تازه خبرونه3 days ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
-
لوبی3 days ago
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل
-
نړۍ5 days ago
که ایران د اټومي وسلو د لرلو له خوب تېر نشي له سخت غبرګون سره به مخ شي – ډونالډ ټرمپ