تازه خبرونه
له ترکیې او قطر سره د افغانستان د هوایي ډګرونو پر مدیریت خبرې روانې دي – اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د پرانیستلو په اړه له ترکیې او قطر سره خبرې نه درېدلي او نه هم په کې ځنډ پېښ شوی دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم اناتولیا خبري آژانس ته ویلي؛ له عربي متحده اماراتو سره لاسلیک شوی تړون د کابل، کندهار او هرات په هوايي ډګرونو کې د ځمکنیو ترانسپورتي خدمتونو لپاره دی، چې چارې به یې په یو نیم کال کې پای ته ورسیږي.
نعیم ویلي، دا تړون له هغه شرکت سره لاسلیک شوی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو مخکې یې د هوايي ډګر چارې سمبالولې او د هوايي ډګر د عملیاتو بهیر نه رانغاړي.
تېره ورځ اسلامي امارت د اماراتو د ګاک نومي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د مدیریت په موخه هوکړه اعلان کړې وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۷ د ترکیې او اسلامي امارت له لنډمهالي حکومت سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او عملیاتو په اړه په یو لړ مهمو موضوعاتو هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
بهرنیو چارو وزارت په ترمذ خبرو کې د سیمهییزې سولې او همکارۍ په اړه خپله ژمنتیا وړاندې کړه
هغه د ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمهییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم ويلي، چې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د طبیعي پل په توګه کار کوي او چمتو دی، چې په سیمهییزو او نړیوالو نوښتونو کې فعاله او رغنده برخه ولري.
هغه د ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمهییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
نعیم په خپلو څرګندونو کې د ازبکستان له حکومت څخه د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ لپاره د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې د دغو سیمهییزو خبرو له کوربتوب څخه د زړه له کومې مننه وکړه.
هغه له ازبکستان څخه د نږدې ګاونډي او سټراټیژیک ملګري په توګه هم ستاینه وکړه او په وروستیو کلونو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر بې سارې پراختیا اعتراف وکړ.
هغه وایي، چې سیمهییزه همکاري نه یوازې د ښکېلو هېوادونو د ګټې لپاره ښه ده، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم اړینه ده. افغانستان غواړي، چې په اقتصادي ادغام او سیمهییز اتصال کې یو باوري ملګری پاتې شي.
محمد نعیم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شته ګډو طرحو د یادونې په ګډون د افغان- ټرانس اوسپنېپټلۍ جوړول یوه اړینه پروژه یاده کړه، چې موخه یې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د اتصال زیاتوالی دی.
هغه له سرخان دریا څخه تر پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي لېږد ته هم نغوته(اشاره) وکړه، چې تمه ده ورسره برښنا ته د افغانستان لاسرسی د پام وړ زیات شي.
سربېره پردې هغه د عصري ټکنالوژیو پر کارولو د ګډو کرنیزو پروژو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ۲.۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د انرژۍ، کرنې او صنعت په سکټورونو کې د تړونونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
هغه ټینګار وکړ، چې دا بدلونونه د دوامداره پرمختګ او سیمهییز ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې ښیي.
هغه د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي یو ځل بیا تائید کړه، چې په اقتصادي همکارۍ، سیمهییزې ښکېلتیا او متقابل درناوي ولاړه ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي او په دې اړه به د متقابل چلند غوښتنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د بېخبناوو، ټرانسپورټ، انرژۍ، سوداګرۍ، تعلیم، اقلیمي بدلون او دوامداره پراختیا په اړه په سیمهییزو نوښتونو کې د فعال ګډون لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ.
هغه ټینګار وکړ، چې متوازن سیمهییز پرمختګ، خبرې اترې، همغږي او باور جوړونه د معنا لرونکي او دوامداره پرمختګ بنسټونه دي.
نعیم له نړیوالې ټولنې، سیمهییزو حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مالي ادارو څخه وغوښتل، چې افغانستان د یو باوري ملګري په توګه وپېژني او په بېخبناوو، ظرفیت جوړونې او اقتصادي پراختیا کې د پانګونې له لارې د دې هېواد ملاتړ وکړي.
نوموړي په پای کې له ترمذ ډیالوګ څخه د افغانستان پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او هغه یې د نظرونو د تبادلې، متقابلې همغږۍ د ودې او عملي همکارۍ رامنځته کولو لپاره د یو اړین بنسټ په توګه وستایه.
نعیم څرګنده کړې: “مونږ د دې خبرو پایلو ته د زړه له کومي سترګې پر لار یوو، چې زمونږ سیمې او خلکو ته د روښانه او پوره سوکاله راتلونکي لپاره لار اواره کړي.”
تازه خبرونه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د خبرو اترو لپاره چین ته ورسېد
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په دې پلاوي کې دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي نن دوشنبه د یوه پلاوي پر مشرۍ چین ته رسیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په دې پلاوي کې دی.
تمه ده، چې امیر خان متقي به د خپل چینایي سیال وانګ يي سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
هغه به د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي.
تازه خبرونه
له امریکا څخه ایستل شوي افغانان به له خطر سره مخ نشي – اسلامي امارت
دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارسمبالي په هغه پیغام کې، چې ریاست الوزرا د دفتر د چارو د تنظیم د رییس ذاکرالله ذاکر لخوا ولوستل شو په امریکا کې د افغان کډوالو د موقت محافظت حیثیت لغوه کولو ته په نغوته(اشاره) کې ډاډ ورکړی، چې که دا کډوال هېواد ته راستانه شي؛ نو له خطر سره به مخ نشي.
دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.
په لوستل شوي پیغام کې راغلي: “تاسې شاید اوریدلي وي، چې امریکا شاوخوا ۱۴ زره افغان کډوال له خپل هېواده شړي. دا ټول افغانان او زمونږ وروڼه دي. پر ورین تندي له هغو هرکلی کوو. دوی دې پخیر راشي. په افغانستان کې د کار او ژوند لپاره غوره شرایط رامنځته شوي. د هر چا ژوند او مال خوندي دی. د هیچا لپاره خطر نشته. د عمومي بخښنې په نظر کې نیولو سره له هیڅوک د پخوانۍ دندې پر دلیل نه پوښتل کیږي.”
د دې وزارت د پیغام له مخې؛ د هند مرستې د ۵ زره راستنېدونکو او مستحقو اشخاصو لپاره تر وېش لاندې دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ راستنېدونکي اوسمهال مرستې ته اړتیا لري او دوی له هغو هېوادونو څخه مننه کوي، چې مرسته کوي.
دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمن فاني ویلي: “هغه کسان، چې له بهر څخه هېواد ته راستنیږي دردېدلي او مستحق کسان دي. “مونږ غواړو له هر هغه چا څخه مننه وکړو، چې پدې برخه کې زمونږ سره مرسته کوي.”
د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریییس عبدالرحمن حبیبزي د مرستو د شفاف وېش ډاډ څرګند کړی او وایي، چې دا ریاست هڅه کوي د بېلابېلو مرستندویو ادارو مرستې منسجمې او مستحقو کورنیو ته ورسوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د راستنیدونکو لپاره به په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي جوړ شي.
ویل کیږي، چې د هند لخوا برابرې شوي دا مرستې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي لري.
-
نړۍ2 days ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
سوداگري17 hours ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه خپله څرګندونه وړاندې کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
نړۍ22 hours ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
روغتيا2 days ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټرمپ د سولې په اړه په خبرو کې دروغ وایي- د ایران رهبر
-
روغتيا18 hours ago
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه