تازه خبرونه

له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په ۱۹ ولایتونو کې پوڅي هڅې تر سره شوي ـ دفاع وزارت

Published

on

د آریانا نیوز د ترلاسه شوي معلوماتو له مخې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې لسګونه سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي: له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په ۱۹ ولایتونو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو سلګونه وسلوال بریدونه شنډ کړي او د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۴۳ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د آریانا نیوز ړد موندنو له مخې؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې له طالبانو سره په نښتو کې لسګونه افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.  

د روان سږني ژمي په سړه هوا کې د تېرو دوه لسیزو پر پرتله بې ساري نښتې رامنځته شوې دي.

د راپورونو له مخې؛ نن د هلمند په نهر سراج کې شپږ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

دغه راز په لاندې ولایتونو کې هم له بریدونه راپور ورکړ شوی دی:

– په کندهار کې د ملي امنیت پر ورکشاپ ځانمرګی او ډله ییز برید.

ـ  دوه نښلیدونکي ماینونه چاودېدلي او په بغلان ولایت کې د تېلو څو ټانکرونه وسوځول شول؛ یو سرتېری وژل شوی او د پولیسو د استخباراتو مرستیال او له یو سرتېري سره ټپيان دي.

ـ د تخار د درقد ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې دوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

ـ د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو درې نفوذي کسانو ۱۲ سیمه ییز پاڅونوال وژلي دي.

– په کابل کې د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي.

ـ د کندهار ولایت په ارغنداب، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

ـ  د هلمند ولایت په څو بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده.

ـ په سمنګان ولایت کې طالبانو بریدونه کړي.

ـ په جلال آباد کې د پولیسو پر مرکز برید شوی؛ یو پولیس وژل شوی او یو سرتېری ټپي دی.

له دې سره همهاله په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې ساتل شوي؛ خو افغان امنیتي ځواکونو ويلي، چې د تاوتریخوالي کچه د حکومت له تمې ډېره ده.

Trending

Exit mobile version