سوداگري

له جواز پرته انلاین سودا ګریزې هڅې دې ودرول شي ـ د افغانستان بانک

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۱

د افغانستان بانک (DAB) ورځ په ډاګه کړه؛ هغه افغانان به محاکمه شي، چې له جواز پرته آنلاین سوداګریزې هڅې روانې ساتي.

د افغانستان بانک د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ اوس هم په کابل او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یو شمېر کسان د «فاریکس آنلاین سوداګرۍ» ​​تر نامه لاندې سوداګریزې راکړې ورکړې کوي.

د افغانستان بانک ویلي، تر اوسه یې کوم شخص یا شرکت ته د فاریکس آنلاین فعالیت جواز ندی ورکړی او فعالیتونه یې غیر قانوني دي.

د افغانستان اسلامي امارت د جون په میاشت کې آنلاین تجارت بند او هغه یې د شریعت خلاف اعلان کړ.

تېره میاشت د افغانستان بانک یوه ویاند ویلي وه: د افغانستان بانک انلاین فاریکس تجارت غیر قانوني او جعل کاري ګڼي او په اسلامي شریعت کې یې د تصویب لپاره هیڅ لارښوونه نشته.

په هغه وخت کې راپورونه په ګوته کوي، چې په هېواد کې خراب اقتصادي حالات ډېري افغانان دې ته اړ کړي، چې آنلاین فاریکس، اجناسو یا کریپټو اسعارو سوداګرۍ ته مخه کړي.

په داسې حال کې، چې په دې اړه ځانګړي معلومات نشته، چې څومره خلک آنلاین فاریکس تجارت کوي.

Trending

Exit mobile version