تازه خبرونه

له خلکو او عالمانو مننه، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی او کوي – د اسلامي امارت رهبر

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبة‌الله آخوندزاده د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ علماء په شرعي چارو کې د امت مشران او لارښوونکي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د کندهار ولایت د ولسوالیو له عالمانو سره په یوه غونډه کې د هېواد له «علماوو او خلکو» څخه مننه کړې، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی او کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبة‌الله آخوندزاده د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ علماء په شرعي چارو کې د امت مشران او لارښوونکي دي.

دغه راز ټینګار شوی، چې ټول امت او امیران اړ دي، چې په شرعي احکامو کې د عالمانو اطاعت وکړي، له هغو څخه لارښوونه واخلي او ورسره مشوره وکړي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده وایي: « خلک اتحاد ته وهڅوئ، له یو بل څخه اطاعت وکړئ او په خپلو کې مشورې وکړئ. نظام ستاسو پر لاس جوړېږي او ستاسو پر لاس زیانمنېږي هم. که تاسې هوښیار وئ؛ دا نظام به ټینګ پاتې شي. هڅه وکړئ، چې جاهلي دودونه له منځه یوسئ، غفلت مه کوئ، مسؤلین باید شپه او ورځ خپلو مسؤلیتونو ته متوجه وي او وخت په بېځایه چارو مه ضایع کوئ. د دنیا مقام او رتبې ته طمع مه کوئ. ستاسو ګټه په اطاعت کې ده؛ په اطاعت باندې پر چا منت مه ږدئ. د خلکو ترمنځ د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ؛ ځکه پر اطاعت اتحاد رامنځته کېږي او ستاسو جماعت پیاوړی کېږي.»

هغه څرګنده کړې: « د اسلام دین او شرعي احکام د علماوو له لوري ساتل شوي او وبه ساتل شي. په هر وخت کې د دین او اسلام د کمزوري کولو هڅې شوې دي او د شرعي احکامو د تحریف کوښښونه شوي دي او اوس هم روان دي، چې خلک له اصلي لارې واړول شي؛ خو علماوو د شرعي احکامو له تحریف، بدلون او تبدیل څخه مخنیوی کړی، په بېلابېلو وختونو کې یې کتابونه او رسالې لیکلي او د خلکو افکار یې روښانه کړي دي.»

شیخ آخوندزاده ویلي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له ورته کړنو سره مقابله کوله او د اسلام دفاع یې کوله.

نوموړي ویلي: «الله تعالی پر علماوو دروند مسؤلیت ایښی دی. که علماء کلک عزم ولري، تر ډېره به منکرات له ټولنې څخه لرې شي. که پر منبرونو او په داسې غونډو کې د منکراتو ناوړه پایلې خلکو ته بیان شي او شرعي احکام ورته تشریح شي، ډېر خلک به اصلاح شي؛ ځکه د افغانستان خلک مؤمن او مسلمانان دي، دوی د اسلام په دفاع کې شهادتونه ورکړي، ټپونه یې خوړلي، زندانونه یې تېر کړي او ډول ډول کړاوونه یې ګاللي دي. دا د علماوو مسؤلیت دی، چې له فتنو مخنیوی وکړي، د خلکو ذهنونه او اخلاق اصلاح کړي او د فساد مخه ونیسي.

د اسلامي امارت رهبر دا ټینګار هم وکړ: « د اسلامي نظام بقا، بریا او ساتنه په دیني علم پورې تړلې ده او د اسلامي نظام له مهمو مسؤلیتونو څخه یو هم د دیني علم وده او ترویج دی، چې دیني علم پراخ شي او خلک د دین، اسلام او شریعت په اړه پوهاوی ترلاسه کړي؛ نو، ځکه علماء باید دیني علم خلکو ته ورسوي.»

ویل کیږي، چې د وینا په پای کې؛ ټولو علماوو یو ځل بیا د اسلامي امارت له رهبر سره خپل بیعت او ژمنتیا نوې کړه او ژمنه یې وکړه، چې د خپلې رهبرۍ او شرعي نظام کلک ملاتړي به پاتې کېږي.

Trending

Exit mobile version