Connect with us

سیمه ییز خبرونه

له روسیې سره مو د اړیکو پراختیا یو لومړیتوب دی – پزشکیان

د ایران ولسمشر پزشکیان ویلي، د څو قطبی نړۍ د ودې په برخه کې د ایران او روسیې ګډ دریځونه به د نړیوال امنیت او سولې لامل شی.

خپور شوی

د

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان د دوشنبې پر ورځ د زمري پېنځلسمه د کرملین د مشر ولادیمیر پوتین یوه جګپوړي متحد سره په خبرو کې ویلي؛ تهران هوډ لري، چې له خپل ستراتیژیک ملګري روسیې سره اړیکې پراخې کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې د ملي امنیت شورا له عمومي منشي سرګي شویګو سره په کتنه کې روسیه یو ستراتیژیک ملګری وباله او په دې اړه څرګندوي؛ له روسیې سره د اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو لومړیتوب دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د ایران له ولسمشر او لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په داسې حال کې وکتل، چې اسلامي جمهوریت د حماس د یوه مشر د وژل کېدو په اړه خپل غبرګون وښود.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې روسیه هغه هېواد دی، چې په سختو وختونو کې د ایران د ملت تر څنګ ولاړ دي.

د ایران ولسمشر پزشکیان ویلي، د څو قطبی نړۍ د ودې په برخه کې د ایران او روسیې ګډ دریځونه به د نړیوال امنیت او سولې لامل شی.

روسیې تېره اوونۍ په ایران کې د فلسطین د اسلامي غورځنګ حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه غندلې او پر ټولو خواوو یې غږ کړی، چې په منځني ختیځ کې د پراخې سیمه‌ییزې جګړې مخه ونیسي.

له سرګي شویګو سره په کتنه کې پزشکیان ویلي، چې په غزه کې د اسرائیلو جنایي کړنې او د هنیه وژنه له ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې ښکاره بېلګه ده.

شویګو په تېر می کې د هېواد امنیت شورا ته له ټاکل کیدو مخکې د روسیې دفاع وزیر و.

د راپور له مخې: که څه هم پوتین تر اوسه په منځني ختیځ کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه څه ندي ویلي؛ خو لوړپوړو روسي چارواکو ویلي؛ د هنیه د وژلو تر شا هغه کسان دي، چې په منځني ختیځ کې د سولې هر ډول هیلې له منځه وړي او امریکا په دې اړه پوره ښکېله ده.

ایران اسرائیل تورن کړی او ګواښلی دی؛ خو اسرائیلي چارواکو د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.

روسیې د اوکراین د جګړې له پیل راپدېخوا له ایران سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او ورسره د پراخو همکاریو تړون لاسلیکولو ته چمتووالی نیسي.

رویټرز د ایران او روسیې د اړیکو په اړه د روان کال په فبرورۍ کې لیکلي، چې ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي لوی شمېر ځواکمن بالیسټیک توغندي ورکړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر په تهران کې د شویګو خبرو ته په نغوته او اشاره کې ویلي، امریکا دا تمه نلري، چې روسیه به د منځني ختیځ د کړکېچ په کمولو کې ګټور رول ولوبوي.

میلر زیاته کړې، چې واشنګټن د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې هېوادونه هڅوي، چې ایران ته ووایي؛ په منځني ختیځ کې کړکیچ د تهران په ګټه ندی.

امریکا د جون په میاشت کې ویلي وه؛ داسې ښکاري، چې روسیه له ایران سره خپله دفاعي همکاري ژوره کوي او په سلګونه یو طرفه برید کوونکې څارګرې الوتکې یې ترلاسه کړي، چې پر اوکراین د برید لپاره یې کاروي؛ خو مسکو دا څرګندونې رد کړې دي.

سیمه ییز خبرونه

د ترهګریز برید په صورت کې به بیا هم پر اړوند بنستونه بریدونه وشي – نریندرا مودي

دا نښتې له هغې وروسته پیل شوې، چې هند پر پاکستان بریدونه وکړل؛ له هغې دوه اوونۍ وروسته، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پر سیلانیانو برید وشو، چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې: د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دوشنبې پر ورځ له پاکستان سره د پوځي نښتو په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي؛ که پاکستان غواړي، چې “وژغورل شي” نو باید خپل “ترهګریز بنسټونه” له منځه یوسي.

دا نښتې له هغې وروسته پیل شوې، چې هند پر پاکستان بریدونه وکړل؛ له هغې دوه اوونۍ وروسته، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پر سیلانیانو برید وشو، چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول.

نوي ډیلي ویلي، چې دا برید د اسلام‌آباد پر ملاتړ ترسره شوی و؛ خو پاکستان دا تور رد کړ.

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته په نغوته(اشاره) کې مودي ویلي: “زه به نړیوالې ټولنې ته هم دا ووایم، که له پاکستان سره خبرې کوو؛ نو دا به یوازې د ترهګرۍ… او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په اړه به وي.”

نریندرا مودي په یوه ټلویزیوني وینا کې پر هندي ژبه وویل: “که په هند کې ترهګریز برید وشي؛ نو مناسب ځواب به ورکړ شي ….”

هغه وایي: “د هند دریځ روښانه دی؛ ترهګري او خبرې اترې یوځای نشي کیدی؛ ترهګري او سوداګري یوځای نشي کیدی او اوبه او وینه یوځای نشي بهېدلی”.

هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو د شریکولو تړون ته پر نغوته وویل، چې نوي ډیلي وځنډاوه.

اسلام‌آباد دمګړۍ د هغه د څرګندونو په اړه څه ویلي ندي.

د هند او پاکستان ترمنځ نښتې له هغې وروسته ودرول شوې، چې دواړو هېوادونو د شنبې پر ورځ د ډونالډ ټرمپ پر منځګړیتوب اوربند ته غاړه کېښوده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ټول پیلوټان ​​بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک

د پاکستان د پوځ یوه ویاند د چارشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې پېنځه هندي الوتکې ویشتل شوي؛ خو دا ادعا د هند لخوا تائید شوې نده.

Published

on

د هند هوايي ځواک د یکشنبې پر ورځ له جزئیاتو پراته ویلي، چې “زیانونه د جګړې یوه برخه ده” خو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هوایي ځواک ته زیان رسیدلی دی؛ زیاته کړې: ټول پیلوټان ​​یې په روانه اوونۍ کې له پاکستان سره له جګړې وروسته بېرته خپل کور ته راستانه شوي دي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند د چارشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې پېنځه هندي الوتکې ویشتل شوي؛ خو دا ادعا د هند لخوا تائید شوې نده.

همدارنګه د چارشنبې پر ورځ د هند په کشمیر کې څلورو حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې درې جنګي الوتکې په فډرالي خاوره کې راوغورځېدې؛ دا څو ساعته له هغې وروسته، چې هند وویل: د پولې هاخوا یې د پاکستان نهه “ترهګریز بنسټونه” پر نښه کړي دي.

د یکشنبې پر ورځ د هند او پاکستان ترمنځ اوربند ټینګ شوی؛ دا څو ساعته له هغې وروسته، چې اټومي وسلوالو سیالانو یو بل له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړل.

اوربند د شنبې پر ورځ د څلور ورځو توغندیو، ډرونونو او توپخانې له بریدونو وروسته، چې په کې لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل او زرګونه نور یې تېښتې ته اړ کړل. دا په ۱۹۹۹ کې د هند او پاکستان د وروستۍ ښکاره شخړې راپدېخوا تر ټولو ناوړه تاوتریخوالی و.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

پوتین له اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ

پوتین نن سهار یوه رسنیز کنفرانس ته د سولې د هغو خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وړاندې کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.

Published

on

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو میاشتې اوږده اوربند وړاندیز ته له پاملرنې پرته له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.

پوتین نن سهار یوه رسنیز کنفرانس ته د سولې د هغو خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وړاندې کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.

دا خبرې اترې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل څخه څو اوونۍ وروسته پیل شوې وې.

پوتین ویلي: “مونږ جدي خبرو اترو ته ژمن یوو. د خبرو اترو موخه د دې بحران د اصلي لاملونو له منځه وړل او د تاریخي حقایقو په پام کې نیولو سره د تلپاتې سولې ټینګول دي. »

هغه دغه راز زیاته کړې، چې ډېر ژر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په استانبول کې د خبرو اترو د منځګړیتوب لپاره ګډ کار وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دفتر او د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د رویټرز د وړاندیز په اړه نظر غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو لپاره د پوتین وړاندیز له هغې څو ساعته وروسته راپورته شو، چې د شنبې پر ورځ په کیف کې لویو اروپايي قدرتونو له پوتین څخه د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند د هوکړې غوښتنه وکړه او یادې نویو بندیزونو ته تینګ شي.

دا په داسې حال کې دهو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د هغه وړاندیز په اړه، چې په استانبول کې به له اوکراین سره مستقیمې خبرې اترې وکړي؛ ویلي: “دا د روسیې او اوکراین لپاره یوه ښه ورځ کېدای شي او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ترلاسه کولو لپاره یو ښه فرصت دی او د اوسني شخړې د حل پیل کېدای شي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!