تازه خبرونه
له سعودي شرکت سره د ۳۰ زره افغان حاجیانو د سږني حج د چوپړتیاوو تړون لاسلیک شو
یاد وزارت د سېشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد تړون د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۸ سپوږمیز لېږدیز کال د ۳۰زره افغان حاجیانو لپاره د حج د چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره د سعودي عربستان له« مناسک المشاعر» شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
یاد وزارت د سېشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد تړون د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس محمد نبي محمدي د یوه پلاوي پر مشرۍ په دې مراسمو کې ګډون کړی او له نوموړي سره په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج قونسل عبدالباقي سجاد او یو شمېر نورو مسوولانو هم ملتیا کړې ده.
د تړون له مخې؛ یاد شرکت به په مکه مکرمه، مدینه منوره او د حج په سپېڅلو سیمو(منی، عرفات او مزدلفه) کې افغان حاجیانو ته د اوسېدا مناسب ځایونه، خیمې، درې وخته خواړه، ټرانسپورټي چوپړتیاوې او نورې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د تړون د شرایطو د سمې پليکېدا او حاجیانو ته د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره به د یاد شرکت د فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي.