تازه خبرونه
له شپږم پورته د نجونو د زدهکړو له ځنډېدا ۱۰۰۰ ورځې بشپړې شوې
میرمن روسیل ویلي: پوهنه یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې په کوچنیتوب کې له ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ژغوري او له ناورینونو لکه ناڅاپي سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو پر وړاندې، چې افغانستان ورسره په پرلهپسې ډول مخ دی؛ زغم پیاوړی کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف ويلي؛ نن پنجشنبه د غبرکولي څلیریشتمه په افغانستان کې له لومړنۍ دورې څخه د پورته دورو د نجونو د زدهکړو د ځنډ زر ورځې بشپړې او درې میلیارډ درسي ساعتونه ضایع شوي دي.
د یونیسف اجرائیوي رییسې کاټرین روسیل په دې اړه ویلي: د یو نیم میلیون نجونو لپاره دغه سیټماتیک محرومیت نه یوازې د هغوی د زدهکړو له حق څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو د کمېدو او د هغوی پر رواني روغتیا یې هم ناسمه اغېزه کړې ده. د ماشوماشونو په ځانګړي توګه نجونو د زدهکړو حق، ژوند، راتلوونکی، هیلې او خوبونه باید باید د سیاسي پرېکړو یرغمل نشي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې اجرائیوي رییسې ویلي، چې پر نجونو د زدهکړو بندیز یوازې نجونې نه زیانمنوي، بلکې روان بشري بحران نور هم سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ لار له جدي انشعاباتو سره مخ کوي.
میرمن روسیل ویلي: پوهنه یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې په کوچنیتوب کې له ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ژغوري او له ناورینونو لکه ناڅاپي سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو پر وړاندې، چې افغانستان ورسره په پرلهپسې ډول مخ دی؛ زغم پیاوړی کوي.
نوموړې وایي؛ په افغانستان کې د دې ادارې کارکوونکي افغان ماشومانو ته د ملاتړ لپاره ډېرې هڅې کوي او د خپلو شریکانو پر ملتیا د لومړنیو ښوونځیو د ۷ اعشاریه ۲ میلیون ماشومانو او کلیوالي ټولګیو ۶۰۰ زره ماشومانو ته، چې له درې څخه دوه برخې یې نجونې دي د زدهکړو امکانات برابروي او هم ښوونکیو ته روزنه ورکوي او په دې هېواد کې د زدهکړو د بېخبناوو د بهیر د دوام لپاره خپلې هڅې نه سپموي.
میرمن روسیل ویلي: لکه څنګه، چې مونږ د دې تریخ او سخت پړاو یادونه کوو؛ زه د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غوښتنه کوم، چې اړوند نجونو ته دې سمدستي د زدهکړو د بېرته پیلېدو اجازه ورکړي. زه له نړیوالې ټولنې څخه هم غواړم، چې د دغو نجونو د ملاتړ لپاره دې له بل هروخت څخه ډېر بوخت پاتې شي. هیڅ کوم هېواد کله، چې نیمايي نفوس یې شاته پریښی وي پرمخ نشي تللی.
د ښوونځیو د پرانیستلو انلاین کمپاین
یونیسف ادارې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د زرو ورځو پوره کیدو پر مهال دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې، چې د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د زدهکړو د ملاتړ دوه بنسټونو “اقراء ” نومی انلاین کمپاین پیل کړی دی.
د زغم بنسټ مشرې شهرزاد اکبر په ایکس پاڼه کې د دغه کمپاین د پیل په اړه ویلي، چې د جون پر څوارلسمه زر ورځې پوره کېږي، چې افغان نجونې له خپل انساني او شرعي حق زدهکړو څخه بې برخې دي. مونږ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره یو غږ پورته کوو او د ‘اقراء’ کمپاین ستاسې پر ډاډ پیلوو.
شهرزاد اکبر له افغانانو غوښتي، چې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره دې دا غږ ورسره بدرګه کړي.
ټاکل شوې، چې په دې انلاین کمپاین کې به دغه دوه بنسټونه د هغو نجونو نظریات شریک کړي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پرهغوی د زدهکړو د اغېزو په اړه ورسره خبرې کړې دي.
د نجونو د زدهکړو او د ښځو د حقونو یوه فعاله شفیقه خپلواک ددغه کمپاین د پیل پرمهال په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې دغو نجونو په خبرو کې یو ګډ خبره دا وه، چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره نجونې د خپلو هغو افغانانو په تمه دي چې ددغه بندیز پر وړاندې خپل غږ اوچتولی شي او د هغوی پر وړاندې د بندو ښوونځیو دروازې په پرانیستلو کې مرسته کولی شي.
دغو بنسټونو له افغانانو غوښتي چې د نجونو د تعلیم مسله دې په خپلو حجرو، جوماتونو او د کوردننه مطرح کړي او له زدهکړو د بېبرخو نجونو د غږ په اوچتولو کې دې همکاري وکړي.
اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په کابل کې له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو د منځیو ښوونځیو او لیسو دروازې وتړلې او زدهکړې یې تر بلې سپارښتنې وځنډولې.
دغه راز د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو دروازې هم وتړل شوې او زدهکړې یې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر زدهکړو بندیز دایمي ندی او لنډمهالې بڼه لري، چې د اړوند ستونزو له حل وروسته به د مساوي زده کړو زمینه برابره شي.