تازه خبرونه
له غني او کرزي سره مې د همغږۍ هوکړه بې پاملرنې پاتې ده – حکمتیار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي؛ حکومت بریالی شوی ندی، چې د سولې د همغږۍ او پرېکړې یو بنسټ رامنځته کړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي؛ که څه هم ولسمشر غني د سولې په تړاو د هغه ټول وړاندیزونه او طرحې ومنلې؛ خو پلې شوې ندي.
د حزب اسلامي مشر یوې خبرې ناستې ته څرګنده کړې، چې له ولسمشر غني او حامد کرزي سره یې په یوه درې اړخیزه ناسته کې د لنډمهاله حکومت، د استانبول غونډې ته د یوې واحدې طرحې، د پرېکړه نیوونکې عالي شورا جوړښت، د طالبانو او حزب اسلامي د زندانیانو پر خوشي کېدو او دارنګه پر ټاکنو او اوربند هوکړه کړې ده.
د حزب اسلامي رهبر خبرداری ورکوي، چې که دغه هوکړې عملي بڼه غوره نکړي؛ د هغه ګوند به په خپله د سولې او د افغانستان د راتلونکې په تړاو لاس په کار شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هوکړې په تړاو تر دې مهاله څه ندي ویلي.
حکمتیار وایي: زه له دې ناستې تش لاس نه یم راوتلی. که څه هم په لومړیو کې ولسمشر د استانبول ناستې په اړه مثبت نظر نه درلود او غوښتل یې، چې دا ناسته باید په کابل کې ترسره شي.
د حزب اسلامي مشر د دولت عالي شورا ته په نغوته او اشاره ویلي؛ د دې شورا جوړښت باید داسې وي، چې د افغانستان په سوله او جګړه کې ښکېلې خواوې ترې برخمنې شي او له ټولو صلاحیتونو برخمن وي.
د حزب اسلامي مشر چلبدین حکمتیار وایي: عالی شورا په تشکیل کې باید د اووه اړخونو مشران، چې د افغانستان د سولې او جنګ بنسټیز اړخونه پاتې دي؛ د سولې په اړه باید پرېکړه کوونکې ومنل شي.
د هغه په خبره، ولسمشر باید په دې شورا کې د حکومت د استازي په توګه برخه ولري.
له دې مخکې د حزب جمعیت اسلامي او جنبش اسلامي په ګډون نورو سیاسي څېرو د دولت عالي شورا پر جوړښت نیوکه کړې وه او څرګنده کړې یې وه، چې دا شورا د پرېکړې صلاحیت نلري.
ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هوکړو په تړاو څه ندي ویلي؛ خو ټینګار یې کړی، چې ولسمشر غني د سولې په تړاو د کورنۍ اجماع د پیاوړتیا لپاره له حکمتیار او حامد کرزي سره کتلي دي.
د حزب اسلامي رهبر په دې وروستیو کې د یوشمېر ولسوالیو او پوستو سقوط هم توطیه وګڼله او زیاته يې کړه، چې د دې کار موخه د طالبانو او حزب اسلامي د غړیو ترمنځ د جګړې رامنځته کول دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت د حکمتیار دا څرګندونه رد کړی او هغه یو تور بولي.
تازه خبرونه
یونیسف په افغانستان کې د ۲۱۳ خوارځواکو ماشومانو له درملنې خبر ورکړ
هغه په دې سیمو کې د ماشومانو ستونزمنو شرایطو ته پر کتو ټینګار وکړ؛ هر ماشوم حق لري، چې روغ ژوند پیل او اړین ملاتړ ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج الدین ایوالي هلمند ولایت ته د خپل وروستي سفر او د کډوالو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال د هر ماشوم له روغتیا څخه د برخمن ژوند د حق لرلو پر اړتیا ټینګار وکړ او په هېواد کې یې د ماشومانو د تغذیې او روغتیایي وضعیت په ښه کولو کې د یونیسف له هڅو خبر ور کړی دی.
هغه په دې سیمو کې د ماشومانو ستونزمنو شرایطو ته پر کتو ټینګار وکړ؛ هر ماشوم حق لري، چې روغ ژوند پیل او اړین ملاتړ ترلاسه کړي.
یونیسف په افغانستان کې د خوارځواکۍ کمولو او د ماشومانو د روغتیایي حالت ښه کولو لپاره ګڼشمېر پروګرامونه ترسره کړي او هڅه کوي، چې د دې زیان منونکي قشر بنسټیزو اړتیاوو ته هم ځواب ووایي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( اوچا) د سلواغې پر نهمه خبرداری ورکړی و، چې کېدی شي په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر تر ۲۰۲۵ کال پورې ۳.۵ میلیون کسانو ته ورسیږي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په واخان دهلیز کې پر همکاریو ټینګار وکړ
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) محمد عیسی ثاني په کابل کې د چین له شارزډافیر ژاو ژینګ سره د واخان دهلیز او د افغان-ټرانس پروژ, په اړه د خبرو اترو لپاره وکتل.

افغانستان او چین د واخان دهلیز او افغان-ټرانس په لویو پروژو کې پر همکاریو ټینګار وکړ.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) محمد عیسی ثاني په کابل کې د چین له شارزډافیر ژاو ژینګ سره د واخان دهلیز او د افغان-ټرانس پروژ, په اړه د خبرو اترو لپاره وکتل.
محمد عیسی ثاني ویلي، چې دې وزارت د واخان دهلیز سروې کړې او د ډیزاین په اړه یې کار روان دی.
دواړو خواوو د واخان دهلیز او افغان-ټرانس پروژو پر تلپاتې همکاریو او بحثونو ټینګار وکړ.
د ټولګټو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې دواړو خواوو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، سوداګریزو ملکیتونو لېږد، د چین او افغانستان ترمنځ د بېخبنایي( زیربنایي) پروژو او دوه اړخیزو همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
سعودي عربستان د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په اړه د نتانیاهو څرګندونې وغندلې
نتنیاهو په دې وروستیو کې ویلٍي، چې سعودي عربستان کولی شي د سعودي په خاوره کې یو فلسطیني دولت جوړ کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه څرګندونې غندلي، چې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو په اړه یې کړې دي.
نتنیاهو په دې وروستیو کې ویلٍي، چې سعودي عربستان کولی شي د سعودي په خاوره کې یو فلسطیني دولت جوړ کړي.
مصر او اردن هم د اسرائیلو دا وړاندیز غندلی او قاهرې دا "د سعودي عربستان له حاکمیت څخه مستقیمه سرغړونه" بللې ده.
سعودي عربستان ویلي، چې د "وروڼو" هېوادونو لخوا د نتانیاهو د څرګندونو غندنه له ارزښت ډکه ده.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: " اشغالګرو خپله افراطي نظریه نده درک کړې، چې د فلسطین خاوره د فلسطین د وروڼو خلکو لپاره څه معنا لري او له دې خاورې سره د هغې وجداني، تاریخي او قانوني اړیکه څه ده."
په غزه کې د فلسطینیانو د برخلیک په اړه بحث د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حیرانونکي وړاندیز سره زور اخیستی، چې امریکا دې د فلسطینیانو له بې ځایه کولو وروسته د غزې تړانګه ونیسي.
عربي هېوادونو د ټرمپ هغه څرګندونې وغندلې، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند پر مهال وړاندې شوې دي.
ټرمپ ویلي، چې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د فلسطیني دولت جوړېدا نه غواړي؛ خو ریاض د هغه څرګندونې رد کړې او وایي، چې د فلسطیني دولت له جوړېدو پرته به له اسرائیلو سره اړیکې رامنځته نشي.
د غزې چارواکو ويلي، چې په غزه کې د شاوخوا دوه میلیون فلسطینیانو له ۴۷ زره څخه زیات یې په جګړه کې وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې اسرائیلو پر فلسطین خپل بریدونه له هغې وروسته پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پراوومه په یوه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر یې ونیول.
-
لوبی5 days ago
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو
-
تازه خبرونه4 days ago
ټرمپ د غزې په نیولو کې د افغانستان درس هېر کړ ـ د ترکیې د پارلمان رییس
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړ
-
روغتيا5 days ago
د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي
-
تازه خبرونه4 days ago
ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه22 hours ago
افغانستان ته د نغدو پیسو لېږل روان ساتل شوي – د یوه امریکایي سناتور ادعا
-
نړۍ1 day ago
ټرمپ د انټوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړل