تازه خبرونه
له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار بندیز د افغانستان کورنۍ مسئله ده – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي؛ ملګري ملتونه باید د نړیوال قانون او د غړیو هېوادونو له ژمنو سره سم د افغانستان د خپلواکۍ غوراویو ته درناوی وکړي، دا د افغانستان کورنۍ موضوع، چې بهرنیي هېوادونه نهاغېزمنوي.
د اسلامي امارت په اړوند اعلامیه کې راغلي: مونږ د افغان ښځو د ټولو حقونو د تامین لپاره ژمن یوو او ټینګار کوو، چې تنوع ته باید درناوی وشي او ( د نجونو د زدهکړو او کار حق) سیاسي نهشي.
په دغه پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښځو د بندیزونو د ژر تر ژره د لغو کولو غوښتنه کړې او پر ټولو حکومتونو او سازمانونو یې غږ کړی، چې په دې اړه له خپل نفوذ څخه کار واخلي.
په اسلامي امارت په اعلامیه کې د افغانستان د ځمکني بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي ته د ژمنتیا په ګډون د پرېکړهلیک له نورو برخو تود هرکلی شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي: له جګړې وروسته د بیا رغونې لار؛ د ملګرو ملتونو له شرط پرته د افغانستان پر وړاندې د څو اړخیزو او یو اړخیزو بندیزونو لرې کولو او له دې هېواد سره بشري او پرمختیایي مرستو چمتو کولو ته اړتیا لري.
بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: په افغانستان کې اوسنی بشري ناورین انسانانو د اقتصادي محدودیتونو له کبه رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې د بشردوستانه مرستو ستاینه کیږي؛ حقیقت دا دی، چې دا روان بحران یوازې پر هېواد د محدودیتونو له لرې کولو او له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، اقتصادي، بېخبناوو او د خلکو د پرمختیایي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولی شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دې حقیقت ته په نغوته او اشاره کې ویلي، چې ښکېلتیا او تعامل یوازنۍ حقیقي لار ده.
هغه زیاته کړې: مونږ د افغانستان له ننګونو سره د مقابلې لپاره له ګاونډ هېوادونو، سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو سره همکارۍ ته چمتو یوو.