تازه خبرونه

له میدان وردګه د افغان ځواکونو د تلفاتو متضاد راپورونه خپاره شوي

Published

on

د میدان وردګ ولایت پولیسو نن ( پنجشنبه د مرغومي ۱۱) څرګنده کړې چې تېره شپه د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردګ امنیه قومندان الله داد فدايي ویلي، چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

هغه منلې، چې په دې عملياتو کې د افغان ځواکونو پر دوه هاموي ټانکونو هم ماین چاودنې شوې دي.

الله داد فدايي ويلي، چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څېړنې روانې دي.

طالبانو د ملي اردو د هاموی ټانکونو انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي، چې په دې نښتو کې یې د افغان ځواکونو د دوه قومندانانو په ګډون ۲۵ نور سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version