تازه خبرونه
له هوايي بریدونو وروسته د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو زور واخیست
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نښتې هغه وخت پیل شوې، چې د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستان پر څو سرحدي پوستو برید وکړ. پاکستان دا بریدونه “بې دلیله یرغل” وباله.
د دواړو هېوادونو امنیتي سرچینو تائید کړې، چې په کابل کې د پاکستانيو ځواکونو له وروستیو هوايي بریدونو وروسته د شنبې پر شپه د ډیورنډ فرضي کرښې په څو سیمو کې درندې نښتې شوې دي.
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نښتې هغه وخت پیل شوې، چې د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستان پر څو سرحدي پوستو برید وکړ. پاکستان دا بریدونه “بې دلیله یرغل” وباله.
راپورونه ښیي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ادعا شوې کرښې په اوږدو کې له شپږ څخه زیاتو سیمو کې ډزې تبادله شوې دي.
دغه راز د اسلامي امارت ځواکونو هم ویلي، چې فرضي کرښې ته نږدې د پاکستانیو ځواکونو څو پوستې یې نیولي؛ خو د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد پوځ د افغان ځواکونو څو پوستې پر نښه کړې دي.
د پاکستانيو چارواکو لهخوا خپرې شوې ویډیوګانې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د درندو وسلو شپنۍ ډزې ښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار ولایت د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ څو ساعتونه مخکې پاکستانيو جیټ الوتکو د سپین بولډک ولسوالۍ په “وېش” سیمه کې دوه هوايي بریدونه کړي دي.
