تازه خبرونه

له وسلوالو مخالفانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو د وړتیاوو کچه راټیټه شوې ـ سیګار

Published

on

Last Updated on: کب ۲۱, ۱۳۹۹

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار پلټونکې ادارې په خپل نوي راپور کې څرګنده کړې؛ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بې تجربې کسانو ګومارلو او د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړې کچې د جګړې په ډګرونو کې د دې ځواکونو وړتیاوې کمې کړي دي. 

په دې راپور کې افغانستان ته د اته خطرونو شونتیا ته کتنه شوې، چې ناامني، پراخ فساد او د جنګیالیو بیا ځلي مدغم کېدل سولې ته د رسېدو په لار کې لوی خنډونه یاد شوي دي.

سیګار په دې راپور کې د ولسمشر له خولې لیکلي، چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک د لاسلیک په لړ کې د ۲۰۲۰ کال د جولای او فبرورۍ د میاشتو تر منځ له درې نیم زره ډېر افغان ځواکونه وژل شوي دي.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې په رپوټ کې راغلي چې: د افغان ځواکونو لوړو ځاني زیانونه د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې د دغو ځواکونو پر وړتیاوو اغېز کړی، د هغو ځواک نه یوازې د تلفاتو له کبله کم شوی، بلکې د بې تجربې کسانو له ګومارلو سره هم د دې ځواکونو وړتیاوې اغېزمنې شوې دي.

سیګار دا راز لیکلي، چې که څه هم د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړولو لپاره دوامداره هڅې شوي؛ خو تر اوسه د دې ځواکونو وړتیاوې د دې هڅو د نیمګړتیا له کبله ټیټې دي. له همدې کبله افغان ځواکونو ته د امریکا په مرستو کې د پام وړ کمی راغلی دي.

سیګار د خپل راپور په بله برخه کې افغان دولت تورنوي، چې د پلان شوي فساد پر وړاندې په مبارزه کې یې جدي اقدام هم ندی کړی.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره پروګرامونه پیل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان وایي: د افغانستان په ملي دفاع وزارت کې د د ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره منظم پروګرامونه تر کار لاندې دي.           

د فساد په برخه کې هم سیګار افغان دولت تورن کړی، چې د پلان شوي فساد پر وړاندې یې په مبارزه کې لازمې هڅې ندي کړي او د دې بنسټ د څرګندونو له مخې،  پېنځه نوي سلنه پوښتل شویو، فساد لویه ستونزه یاده کړې ده.

په داسې حال کې، چې افغان دولت نړیوالې ټولنې په ځلونو د جدي مبارزې ډاډ ورکړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، چې افغان دولت د فساد په وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار پلټونکې ادارې ویلي؛ د طالبانو لخوا تاوتریخوالی ډېر شوی، خو نورو ترهګرو ډلو د داعش په ګډون بریدونه کم کړي دي.

Trending

Exit mobile version