تازه خبرونه

له يوه چينايي شرکت سره د کاپيسا د باغدرې برښنا بند د جوړولو هوکړه ليک لاسليک شو

دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه هوکړه لیک نن (یکشنبه د لیندۍ یوولسمه) د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور او د مس عینک قراردادي شرکت د مشر سون ون بینګ ترمنځ لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت څرګنده کړې، چې د کاپیسا ولایت د باغدرې د برښنا بند د امکاناتو، جیو فزیک او جیو تخنیکي مطالعاتو تړون له مس عینک شرکت سره لاسلیک شوی دی.

دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه هوکړه لیک نن (یکشنبه د لیندۍ یوولسمه) د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور او د مس عینک قراردادي شرکت د مشر سون ون بینګ ترمنځ لاسلیک شو.

په دې مراسمو کې عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برښنا رسولو په برخه کې د باغدرې بند د پروژې اهمیت ته نغوته وکړه او وایي، چې د باغدرې بند د پروژې پلي مېدا به د افغانستان او چین ترمنځ د ګډې همکارۍ ارزښتناکه لاسته راوړنه وي.

نوموړي همدا راز د چین او افغانستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا او پرمختیا ټینګار وکړ او د چین سفیر او د MCC شرکت مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او اسلامي امارت غواړي، چې په دې برخه کې هر اړخیزه همکارۍ روانه وساتي.

 

 

Trending

Exit mobile version