تازه خبرونه
له پاکستان پرته نور ټول ګاونډیان له مونږ راضي دي – امیرخان متقي
امیر خان متقي له پاکستان سره د وروستیو نښتو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي: “مونږ له هیچا سره دښمني نلرو. په افغانستان کې سوله حاکمه ده. پاکستان زمونږ یوازنی ګاونډ ندی، مونږ پېنځه نور ګاونډیان هم لرو؛ نور ټول له مونږ څخه خوښ او راضي دي.”
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دوشنبې پر ورځ (د تلې پر یوویشتمه) په هند کې یوې خبري ناستې ته ویلي؛ په افغانستان کې سوله حاکمه ده او دا هېواد نه غواړي، چې له کوم هېواد سره په شخړه کې ښکېل شي.
امیر خان متقي له پاکستان سره د وروستیو نښتو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي: “مونږ له هیچا سره دښمني نلرو. په افغانستان کې سوله حاکمه ده. پاکستان زمونږ یوازنی ګاونډ ندی، مونږ پېنځه نور ګاونډیان هم لرو؛ نور ټول له مونږ څخه خوښ او راضي دي.”
نوموړي د یکشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې که پاکستان د سولې غوښتونکی نهوي؛ کابل “نور غوراوي” هم لري.
دا خبرې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې پاکستاني لوري ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي او فرضي کرښې ته نږدې یو شمېر پوستې خپل د افغان ځواکونو تر څارنې لاندې راغلې دي.
هغه نوي ډیلي ته د خپل سفر په لړ کې له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي: “مونږ هیله من یوو، چې لیدنې به مو د افغانستان او هند پر اړیکو مثبت اغېز ولري. زمونږ سوداګري له هند سره له یو میلیارډ ډالرو زیاته شوې او د ډیلي پرېکړه، چې خپل تخنیکي استازیتوب د سفارت کچې ته لوړ کړي؛ یو ښه اقدام دی.”
دغه راز متقي د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا د ډاډ وړاندې کولو ترڅنګ له هند څخه غوښتي، چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي؛ هوایي دهلیزونه پراخ کړي او د واګه بندر پر پرانیستلو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګړندۍ سوداګرۍ لپاره لار اواره کړي.
