تازه خبرونه

له پاکستان څخه هره ورځ له ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال جبري ایستل کیږي

Published

on

که څه هم له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو بهیر راکم شوی؛ خو اوس هم هره ورځ له ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال جبري ایستل کیږي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه ورځو کې سلګونه کسان له پاکستان څخه جبري ایستل شوي دي.

یو شمېر کډوال، چې تازه هېواد ته راستانه شوي څرګندوي؛ د پاکستان پولیس پر جبري ایستلو سربېره له کډوالو پیسې اخلي او ځورول کیږي.

باز محمد، چې له پاکستان څخه راستون شوی وايي: هغوی پر مونږ ظلم کاوه. دوی زموږ ملکیت او کور ضبط کړ. دوی مونږ جبري ایستلي یوو. مونږ دلته اسانتیاوې لرو؛ مونږ ته پېنځه وخته ډوډۍ او عزت راکړ شوی دی.

له پاکستان څخه راستون شوي نيک محمد ويلي: دوى د شپې عمليات کول او خلک يې نیول. زمونږ ملکیت هلته پاتې شو. هغه غنم، چې ما کرلي وه؛ رانه پاتې شول. له بې حرمتۍ مو غوره وګڼلهو چې کور او کلي ته تلل ښه دي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د وضعیت تر ښه‌والي او د دغه کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید ملګري ملتونه ژر تر ژره مثبت او عملي ګامونه پورته کړي او لږ تر لږه په ژمي کې دغه بهیر ودروي.

د پاکستان حکومت شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

ویل کیږي، چې پاکستان له ۵۰۰ زره څخه ډېر کسان جبري ایستلي او اسلامي امارت یې مدیریت ته ملا تړلې ده.

Trending

Exit mobile version