نړۍ
له پوتین سره به ډېر ژر وګورم – ډونالډ ټرمپ
هغه د دې لیدنې لپاره مهالوېش ندی وړاندې کړی. روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره جګړه پیل کړه او دا به د دغې جګړې له پیل راپدېخوا د دې هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.
رویټرز د تسنیم خبري سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې راتلونکې اوونۍ له لوړې وروسته به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره “ډېر ژر” وګوري.
هغه د دې لیدنې لپاره مهالوېش ندی وړاندې کړی. روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره جګړه پیل کړه او دا به د دغې جګړې له پیل راپدېخوا د دې هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.
ټرمپ د نیوز مکس د جګړې د پای ته رسولو د سټراټیژۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: “ښه! یوازې یوه سټراټیژي شته، چې هغه هم له پوتین سره تړلې ده. زه پوهیږم، چې هغه غواړي ما وویني او زه به ډېر ژر هغه ووینم. ما به دا کار ژر کړی وای؛ خو … باید دفتر ته ننوځم. د ځینو شیانو لپاره باید هلته شتون ولرم.”
د امریکا د کانګرس غړي او د ملي امنیت راتلونکی سلاکار مایک والټز د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه تمه لري، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ “په راتلونکو ورځو او اوونیو کې” اړیکه ونیول شي.
پر اوکراین د روسیې یرغل لسګونه زره خلک وژلي، میلیونونه یې بې ځایه کړي او د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له ناورین راپدېخوا یې د مسکو او لویدیځ ترمنځ په اړیکو کې ترټولو لوی درز رامنځته کړی دی.