Connect with us

سیمه ییز خبرونه

له پوځ سره ښې اړیکې نلرل لیونتوب دی

نوموړي د رویټرز خبري سرچینې ته د پوښتنو په ځواب کې، چې د هغه د رسنۍ او قانوني ډلې له‌خوا خپره شوې لیکلي: د پاکستان جغرافیایي موقعیت او په خصوصي سکټور کې د پوځ د پام وړ رول ته پر پاملرنه به دا لیونتوب وي، چې دا ډول اړیکې ټینګې نشي. مونږ پخپلو سرتېرو او وسله‌والو وياړو.

خپور شوی

د

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې پر پوځ یې له واکه د لرې کولو تور پورې کړی؛ ویلي، چې له پوځ سره د ښو اړیکو نلرل لیونتوب دی او ورسره هر راز خبرو ته چمتووالی لري.

عمران خان، چې د فساد او د دولتي رازونو د خپرولو پر تور زنداني دی؛ د یکشنبې پر ورځ (د زمري څوارلسمه ۴) یې د خپل بند د کلیزې په مناسبت رویټرز ته ویلي؛ هغه د پوځ پر ځینو جنرالانو نیوکه کړې، نه پر ټول پوځ.

نوموړي د رویټرز خبري سرچینې ته د پوښتنو په ځواب کې، چې د هغه د رسنۍ او قانوني ډلې له‌خوا خپره شوې لیکلي: د پاکستان جغرافیایي موقعیت او په خصوصي سکټور کې د پوځ د پام وړ رول ته پر پاملرنه به دا لیونتوب وي، چې دا ډول اړیکې ټینګې نشي. مونږ پخپلو سرتېرو او وسله‌والو وياړو.

هغه زیاته کړې، چې پوځ د یوه بنسټ په توګه باید د مشرانو د ناسمو محاسبو لپاره ملامت نشي.

عمران خان زیاته کړې، چې که د ده د پلویانو پر ضد جعلي دوسیې لغو شي؛ رڼې او پاکې ټاکنې وشي، نو له پوځ سره مشروطو خبرو ته چمتو دی.

هغه ونه ويل، چې پر کومه موضوع غواړي له پوځ سره خبرې وکړي.

د پاکستان پوځ او حکومت د دغه راپور تر خپرېدو پورې د عمران خان د وړاندیز په اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

د پاکستان پوځ د پاکستان د ۷۶ کلن تاریخ له نیمایي ډېر کلونه حکومت چلولی او په سیاست او حکومتدارۍ کې یې ستر رول لوبولی او یو لومړي وزیر هم بریالي شوي ندي، چې خپله پېنځه کلنه دوره بشپړه کړي او خپل ډېر وخت یې په زندان او تبعید کې تېر کړي دی.

شنونکيو ويلي: له پوځ سره له هوکړې او همغږۍ وروسته ډېري پاکستاني چارواکي له بنده خوشي شوي؛ خو د پاکستان پوځ تل دا ادعا ردوي.

عمران خان د پاکستان د پارلمان له‌خوا وروسته له هغې له واکه لرې شو، چې د پوځ له جنرالانو سره یې اړیکې ترینګلې شوې او له هغه ورځې راپدېخوا یې تل ویلي، چې پوځ د ده پر ضد د سیاسي انګیزو له دوسیو ملاتړ کړی دی.

سره له دې هم عمران خان ویلي؛ که له زندان څخه خوشې شي او د واک د بیا ترلاسه کولو هڅه وکړي، د پوځ له جنرالانو سره خبرې یې هیڅ زیان نلري.

هغه وایي: مونږ هر ډول خبرو اترو ته، چې د پاکستان د روان بد وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي؛ چمتو یوو.

نوموړي زياته کړې، چې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف له ائتلافي حکومت سره خبرې اترې به ګټورې نه‌وي؛ ځکه، چې دا حکومت د خلکو ملاتړ نلري او له درغليو څخه په ډکو ټاکنو کې بريالىتوب ته رسېدلی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې تېر کال عمران خان او پلویانو یې د هغه د نیولو او لاریونونو پر مهال پر پوځي تاسیساتو د برید تر شا لاس درلود او له ده سره هر راز خبرې هم رد شوې وې.

له واکه د عمران خان له لرې کېدو وروسته په پاکستان کې رامنځته شوې سياسي بې‌ثباتي د دې لامل شوې، چې د دغه هېواد حکومت د پيسو نړيوال صندوق مالي شرايط ومني؛ ځکه، چې د شنونکیو پر اند، د ماليې ډېر دروند بار د خلکو پر اوږو پروت دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر، چې په ۲۰۲۲ ز. کال کې یې امریکا له واکه د لرې کولو پر تور تورنه کړې وه؛ نن ویلي، چې له دغه هېواد سره هیڅ راز کینه نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له دې مخکې ویلي وه، چې له واک څخه د عمران په لرې کولو کې هیڅ رول نلري.

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال آصف منیر د واشنګټن غوښتنې، چې د غزې د ثبات په ځواک کې دې برخه واخلي؛ په کور دننه له یوې سترې نوې ننګونې سره مخ کړی دی.

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د دغې لیدنې بنسټیزه موضوع به د غزې په ځواکونو کې د پاکستان د پوځ ګډون او د جګړه ځپلې سیمې د بیارغونې او اقتصادي جوړونې لپاره د ټرمپ د ۲۰ ماده‌یي طرحې پلي کول وي.

د ټرمپ طرحه له مسلمانو هېوادونو غواړي، چې د غزې د تېرېدا پېر او بیارغونې په بهیر کې د حماس وسلوالې ډلې بې وسلې کړي؛ خو ډېری هېوادونه په شخړه کې د لاسوهنې او د فلسطین پلوه ټولنو له‌خوا د منفي غبرګون په اړه اندېښمن شوي دي.

جنرال منیر له ولسمشر ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې، چې له کلونو بې‌باورۍ وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د باور رغول رامنځته کړي.

کارپوهانو ويلي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی، چې خپله پوځي وړتیا وښيي او د امنیتي پانګوونې او مرستو لپاره د امریکا ملاتړ خوندي کړي.

منیر په دې وروستیو کې د دفاعي ځواکونو د ستر درستیز په توګه وټاکل شو او د هوايي او سمندري ځواکونو د رهبرۍ مسوولیت هم لري.

دغو نویو قانوني اصلاحاتو هغه د تل لپاره قانوني معافیته او د پرېکړې کولو له نامحدود واک څخه برخمن کړی دی.

شنونکو خبرداری ورکړی، چې په یاد ماموریت کې د پاکستان هر ډول پوځي ښکېلتیا ښایي له سیاسي تورونو او عامه فشار سره مخ شي.

کارپوهانو ويلي: جنرال منیر له استثنایي شرایطو سره مخ دی، چې ستر خطرونه به ولري؛ خو هغه باید د خپلو پرېکړو له کورنیو او سیمه‌ییزو پایلو خبر وي.

د پاکستان پوځ، بهرنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د رویټرز پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره میاشت ویلي وه، چې اسلام‌آباد کولی شي د سوله‌ساتو سرتېرو د لېږلو په اړه غور وکړي؛ خو د حماس بې وسلې کول “زمونږ دنده نده.”

په هرحال بنستيز خطر په کور دننه کې دی؛ اسلامي ګوندونه او په پاکستان کې ځینې سیاسي ډلې ښایي غزې ته د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت وکړي او پراخه لاریونونه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

Published

on

دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې له‌خوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.

د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نه‌درلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.

په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.

سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.

امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!