سوداگري

له ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی

د رسمي څرګندونو له مخې، د دې کسر لوی لامل د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل بلل شوي دي.

Published

on

د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال پر مهال له نهه ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر د ۳۰ سلنې له زیاتوالي سره نږدې ۱۵.۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

د رسمي څرګندونو له مخې، د دې کسر لوی لامل د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل بلل شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک د څرګندونو له مخې؛ افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالډیف ته د پاکستان صادرات ۱۱ سلنه کم شوي او ۳.۹۵۳ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي، خو له دغو هېوادونو واردات ۱۹.۱ سلنه زیات شوي او ۱۹.۸۸۶ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي دي.

راپور ښیي، چې د ۲۰۲۵ز.کال د اوکټوبر له لسمې نېټې راپدېخوا له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدا د پاکستان پر سیمه‌ییزو صادراتو د پام وړ اغېز کړی دی. په دې موده کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۸.۹ سلنه راکم شوي او ۲۴۳.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، همدارنګه له افغانستان څخه واردات هم ۷۴.۹ سلنه کم شوي او ۶.۵ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

بل لور ته چین اوس هم د پاکستان تر ټولو ستر ګاونډ سوداګریز شریک پاتې شوی دی.

چین ته د پاکستان صادرات ۸.۴ سلنه زیات شوي او ۲.۶۸۴ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي؛ خو له چینه واردات هم نږدې ۲۰ سلنه لوړ شوي او ۱۹.۵۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې د پاکستان د ټولې سیمه‌ییزې وارداتي کچې ۹۸ سلنه جوړوي.

همدارنګه بنګله‌دېش او سریلانکا ته د پاکستان صادرات کم شوي. په داسې حال کې، چې هند ته صادرات که څه هم تر دوه برابرو ډېر شوي؛ خو ارزښت یې اوس هم ډېر ټیټ دی او شاوخوا ۲.۹ میلیون ډالرو ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version