تازه خبرونه

له یوه خصوصي شرکت سره د ۱۴۵ میلیون ډالرو پر ارزښت د لوګر سمنټو د پروژې قرارداد لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت نن ( سې‌شنبه د مرغومي څلورمه ) له یوه خصوصي شرکت سره د ۱۶۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د لوګر سمنټو د پروژې قرارداد لاسلیک کړ.

Published

on

له یوه خصوصي شرکت سره د ۱۴۵ میلیون ډالرو پر ارزښت د لوګر سمنټو د پروژې قرارداد لاسلیک شو
 
د کانونو او پټرولیم وزارت نن ( سې‌شنبه د مرغومي څلورمه ) له یوه خصوصي شرکت سره د ۱۴۵ میلیون ډالرو پر ارزښت د لوګر سمنټو د پروژې قرارداد لاسلیک کړ.
د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ويلي، د دغه کان د لاسلیک په مراسمو کې ملا عبدالغني برادر هم حضور درلود.
د دې پروژې قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره شوی، چې له پلي کېدو سره به یې هره ورځ ۲ زره ۵۰۰ ټنه سمنټو تولید شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، تر دې دمه یې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د ۶۲۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د سمنټو د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.

Trending

Exit mobile version