Connect with us

لوبی

له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو لومړۍ لوبې ته چمتوالی نیسي

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړیو له درې ورځني قرنطین وروسته روزنیزې هڅې پیل کړې دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دې لوبډلې ویسټ انډیز ته له رسیدو وروسته درې ورځې په قرنطین کې تېره کړې او ټاکل شوې د سې شنبې پر ورځ خپله لومړۍ لوبه د پاپوا نیو ګیني پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله به خپله لومړنۍ لوبه د جنورۍ پر ۱۶ له زمبابوې سره او د جنورۍ پر ۲۰ له پاکستان سره تر سره کړي.

افغانستان د سیالیو په C ګروپ کې د درې مخالفانو ترڅنګ ځای لري.

له ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې کوارټر فاینل ته لاره پیدا کوي. پداسې حال کې، چې له هر ګروپ څخه دوه لوبډلې به د پلیټ اتلولۍ سره سیالي وکړي.

لوبی

د فوټبال مینه‌والو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

Published

on

که څه هم د افغان اتلانو لیګ (ای‌سي‌ال) پېنځم پړاو سیالیو پیل ته ۹ ورځې پاتې دي؛ خو په ټول افغانستان کې د فوټبال مینه‌والو لیوالتیا مخ پر زیاتېدا ده. له همدې کبله آریانا راډیو ټلویزیون ویاړي، ​​چې تېرو پړاوونو ته ورته یې د افغانانو لپاره د دې سیالیو د ټولو لوبو د ژوندۍ خپرونې، کوربتوب او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

د دې لیګ د پچې اچونې مراسم به د یکشنبې پر ماښام د نومبر پر شپاړلسمه د کابل پر وخت ۷ بجې ترسره او پر ژوندۍ بڼه به په آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او همدارنګه د یوټیوب چینل او آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې کې خپاره شي.

د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا نومیالیو سیالیو څخه دی، چې د ولایتونو له ګوټ ګوټ څخه غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په کې برخه لري. د دې سیالۍ موخه د افغانستان د فوټبال کچه لوړول، ځوان لوبغاړي هڅول او د سپورټ له لارې د ملي یووالي درناوی او نمانځل دي.

د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه زړه‌‌راکښونکي پړاو لپاره بشپړ چمتووالی روان دی. لوبډلې د خپلو جوړښتونو وروستي کولو په حال کې دي، کلبونه چمتووالی نیسي او مینه‌وال د پرانیستې غږ اورېدلو ته پر تمه دي. دا سیالۍ به د پر زړه پورې سیالیو شاهدې وي او په کې به د افغان فوټبال پېژندل شوي ستوري او راڅرګندېدونکي استعدادونه وځلیږي.

د آریانا ټلویزیون یوه ویاند ویلي؛ دوی بشپړ چمتو دي، چې د ټولو سیالیو ژوندی او پراخ پوښښ وړاندې کړي.

ویاند زیاته کړې: “آریانا ټلویزیون خوښ دی او ویاړي، چې د افغانستان اتلانو لیګ لېوالتیا د هېواد هر ګوټ ته ورسوي. فوټبال مونږ یوواليته رابولي. مونږ ژمن یوو، چې د افغان سپورټ غوره لوبغاړي نندارې ته وړاندې کړي.”

د افغانستان اتلانو لیګ د خلکو د میړانې او سپورت ته د لېوالتیا څلی دی او پیل ته یې یوازې نهه ورځې پاتې دي، هرڅه د وړتیاوو، ډله‌ییز کار او ملي ویاړ د نمانځلو لپاره چمتو دي؛ یو داسې جشن ته ، چې یوازې به په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپور شي.

سږکال به لس لوبډلې د افغان اتلانو لیګ په پېنځم پړاو کې د جام ګټلو لپاره له یو او بل سره سیالي وکړي.

دا ۱۰ لوبډلې دا دي:

استقلال کابل اف‌سي

خراسان فاریاب اف‌سي

سرخ پوشان هرات

ابو مسلم فراه اف‌سي

عینو مېنه اف‌سي

ارمان اف‌سي

سرسبز یاشلر اف‌سي

جوانان پېروزي

صرافان هرات

اتفاق خانزاده

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

Published

on

د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې ​​له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.

دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!