Connect with us

تازه خبرونه

له ۲۰ کلنې زړورتیا او سرښندنو وروسته؛ اوس هغه وخت دی، چې سرتېري مو راستانه شي

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۰)

جو بایډن لږ تر لږه ۱۰۰ ورځې له ولسمشر کیدو وروسته وکیلانو ته په خپله لومړۍ رسمي وینا کې د خپلې وروستۍ پرېکړې په اړه، چې له افغانستان څخه سرتېري وباسي ویلي، چې جګړه هیڅکله په دې هېواد کې د ملت جوړونې لپاره نه وه او اوس هغه وخت دی، چې سرتېري مو کورونو ته راستانه شي.

بایډن وایي: مونږ افغانستان ته د هغو تروریستانو د ځپلیو لپاره تللي وو، چې د سپټمبر پر ۱۱ یې پر مونږ برید کړی و. مونږ اسامه بن لادن ته د خپلو کړنو سزا ورکړه او په افغانستان کې مو د القاعده ګواښ هم کم کړ.

د بایډن پرېکړې په کانګرس کې له غبرګونونو سره مخ شوه او ډېرو یې اندېښنه څرګنده کړه، چې د افغانستان حکومت به ونشي کړای له ځان دفاع وکړي او دا کیدای شي د کورنۍ جګړې لامل شي.

جو بایډن دا اندېښنې ومنلې او زیاته یې کړه، چې د سرتېري له وتو سره هم مونږ به د راتلونکيو ګواښونو د مخنیوي لپاره خپله پوره وړتیا خوندي کړو.

هغه دا ډاډ هم څرګند  کړ؛ افغانستان اوس هغه سیمه نده، چې له هغه ځایه د سپټمبر د یوولسمې تروریستي بریدونه پلان شوي وه . دا هېواد نور زمونږ ملي امنیت ته یو جدي ګواښ ندی.

هغه ویلي: د تروریزم ګواښ له ۲۰۰۱ راپدیخوا په نورو هېوادونو کې پراختیا موندلې  او مونږ به امریکا ته د ګواښونو پروړاندې له هره ځایه، چې وي؛ پام کوو.

القاعده او داعش په یمن، سوریه، سومالیا او په افریقا او منځني ختیځ او نورو اړوند سیمو کې شته.

بایډن همدارنګه د روسیې، چین او شمالي کوریا لخوا اقتصادي او امنیتي ګواښونو ته نغوته کړې او ژمنه یې وکړه، چې د اندېښنو د حل لپاره به له بهرنیو متحدینو سره له نږدې کار وکړي.

تازه خبرونه

زیربنا: د دیورند کرښې په اوږدو کې د څو نورو دروازو جوړولو غوښتنه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۴۰۱)

Continue Reading

تازه خبرونه

زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!