تازه خبرونه

له ۲۴ سلنې ډېر افغان ماشومان له رواني ناروغیو کړیږي – یونیسف

 یونیسف ويلي، چې د جنګ، کډوالۍ، بې ځایه کېدا، بې‌وزلۍ زیاتېدو او د ناچاودېدونکیو توکو د چاودنې خطرونو دغه ماشومان له رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۳

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل یوه راپور کې اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ماشومانو څلیریشت سلنه له رواني رنځ څخه کړېږي، چې د نړۍ پر کچه ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه راپور د څرګندونو له مخې ۱۵ سلنه افغان ماشومان خفګان لري.

 یونیسف ويلي، چې د جنګ، کډوالۍ، بې ځایه کېدا، بې‌وزلۍ او د ناچاودېدونکیو توکو د چاودنې خطرونو دغه ماشومان له رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.

ملګرو ملتونه ویلي، چې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتوني زده‌کړو د طالبانو بندیز د راتلونکي په اړه د ډېرو افغان ماشومانو ناهیلي رامنځته کړې، چې روغتیايي او نور لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی یې هم ننګولی دی.

یونیسف وايي، چې تېر کال یې څلور میلیون ماشومانو او د هغو له پالونکیو رواني ملاتړ کړی دی او په راتلونکي کال کې ۳ اعشاریه ۶ میلیون کسان به تر ملاتړ لاندې ونیول شي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د روان پوهانو او رواني روزونکیو له کمښت سره مخ دي. سره له دې، چې دوی تېرکال په دې برخه کې ۳ زره کسان هم روزل شوي دي.

اړوند خبرونه:

د بغلان روزنتون ماشومانو د آسانتياوو غوښتنه وكړه

له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په اړه د م.م راپور د اسلامي امارت او ولس پر ضد پروپاګند دی

Trending

Exit mobile version