تازه خبرونه
له ۲۵ کلونو وروسته د بلخ ولایت سیلو بیا کار پیل کړ
د بلخ د سیلو چارځي مشر ويلي؛ له ۲۵ کلن ځنډ او خنډ وروسته د بلخ سیلو بیا کار پیل کړ او یو ځبیا به د دغه چارځي ډوډۍ پر قول اردو، پولیسو او ملکي روغتونونو ووېشل شي.
د بلخ سیلو د مشر محمد جاوید صدیقي د څرګندونو له مخې؛ پخوا به هره ورځ اته ټنه اوړه پخیدل، خو اوس به څلور څلوېښت ټنه اوړه پخېږي، چې ډوډۍ به یې پر پوځي او ملکي ادارو ووېشل شي.
دوی وایي؛ د سیلو د ملکیتونو له کرایې څخه شاوخوا یو میلیون و اته سوه زره افغانۍ د دولت خزانې ته انتقالیږي.
دغه راز د دغه کارځي مدیر محمد حسن وايي، چې له فعالیدو سره به یې یو شمېر بې روزګاره ښاریانو ته د کار زمینه برابره شي.
د بلخ سیلو انجنیر غلام فاروق، چې د سیلو کارځي په فعالېدو کې یې هڅې کړي هم وايي، چې په دې چارځي کې به یو شمېر ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دا چارځی په ١٣٦٢ لمریز لېږدیز کال کې د پخواني شوروي اتحاد د همکارۍ له مخې د مزارشريف ښار په سویل کې جوړه شوه او تر ١٣٧٥ کال پورې يې فعاليت کاوه. په دې فابریکه کې د غنمو د ذخیره کولو او غنمو د اوړو کولو آسانتیاوې هم شته.