تازه خبرونه
له ۸۰ ډېر افغانان پاکستان ته د ناقانونه اوښتو پر تور ونیول شول
يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي ويلي، چې دغه افغان وګړي نيول شوي او د نورو څېړنو او پلټنو لاندې دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د چاقاي په سرحدي ولسوالۍ کې ۸۵ افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته د اوښتو پر تور نیول شوي دي.
د ډان نیوز د راپور له مخې؛ دا افغانانو د پاکستان پولې ته څېرمه لیدل شوي، چې پرته له قانوني سفري اسنادو یې سفر کاوه.
راپورونه ښیي، چې افغان کډوال په ناقانونه توګه ایران ته د اوښتو په موخه پاکستان ته داخل شوي دي. د راپورونو له مخې دوی پلان درلود چې بیا له ایران څخه بل لوري ته سفر وکړي.
يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي ويلي، چې دغه افغان وګړي نيول شوي او د نورو څېړنو او پلټنو لاندې دي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې له قانوني څېړنو له بشپړولو وروسته به دا کسان د پاکستان او افغانستان د پولې د باراچې دروازې له لارې ویستل شي.
دغه سیمهییزه ګومارل شوي نیمه نظامي ځواکونه د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امنیت او قانون پلي کولو مسوولیت لري.
ورته خبرږنه:
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
قطر د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي