تازه خبرونه
لویدیځه نړۍ د ا.ا.ا له رسمیت پېژندنې پرته بله لار نلري – جنرال ریچارډز
(Last Updated On: سلواغه ۱۸, ۱۴۰۰)
د برتانیې د وسلوالو ځواکونو پخواني مشر جنرال سر ډیویډ ریچارډز ویلي لویدیځو هېوادونو د افغانستان جګړه بایللې او د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې پرته بله لار نلري.
د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ جنرال ډیویډ ریچارډز، چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ زېږدیزو کلونو پورې د بریټانیا د دفاع وزارت لوی درستیز و؛ وایي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې لویدیځه نړۍ په افغانستان کې د جګړې ماته ومني او له اسلامي امارت سره ګډ کار ته راودانګي.
جنرال ریچارډز وایي: زما پر اند لویدیځ به هرو مرو طالبان (اسلامي امارت ) پر رسمیت پېژني؛ نو که دا کار کیږي؛ مونږ باید ژر تر ژره دې کار ته ورودانګو.
هغه دغه راز له لویدیځې نړۍ غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځته کېدو مخکې دې د افغانستان کنګل شوې پیسې راخلاصې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي تېره اوونۍ ویلي وه، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موخې ته نږدې شوی دی.