تازه خبرونه

لویدیځ خپل معلومات له غرضي کړیو راټولوي – امیر خان متقي

امیرخان متقي ویلي؛ لویدیځ خپل معلومات د غرضي کړیو او د خلکو د دښمنانو له سرچینو راټولوي او بیا یې د مستندو معلوماتو پر بڼه خپروي، چې دا ستره بې انصافي ده.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقی نن چارشنبه ( د چنګاښ اووه‌ویشتمه) ویلي؛ اوس هم داسې کړۍ شته، چې هڅه کوي د اسلامي امارت لاسته راوړنې د تبلیغاتو تر سیوري لاندې راولي.

نوموړي د بهرنیو چارو وزارت په یوه ناسته کې د وینا پر مهال ویلي: په دې وروستیو کې تاسې د لویدیځ له لوري د بې بنسټه تورونو شاهدان یاست. مونږ له دوی څخه پوښتنه کوو، چې تاسې د کوم میکانیزم پر بنسټ دا تورونه او معلومات وړاندې کوئ؟

امیرخان متقي ویلي؛ لویدیځ خپل معلومات د غرضي کړیو او د خلکو د دښمنانو له سرچینو راټولوي او بیا یې د مستندو معلوماتو پر بڼه خپروي، چې دا ستره بې انصافي ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ لویدیځ ادعا کوي، چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه او د نورو ډلو مرکزونه شته؛ خو په دې هېواد کې موجود افغانان، سفارتونه او ډیپلوماټان دا مرکزونه نګوري؟

امیر خان متقي غرب ته په خطاب کې زیاته کړې: که تاسې په رښتیا هم له دې ټولو اندېښمن یاست، نو راشئ جرات واخلئ؛ د سفارتونو پرانیسته وکړئ او پر ډیپلوماټیکه توګه هرڅه له نږدې وګورئ او وڅارئ.

د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې: له ډېرو هغو هېوادونو سره، چې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکو یې پراختیا موندلې؛ په اړیکو کې یې کومه ستونزه نشته.

هغه په ​​دې برخه کې ویلي؛ زمونږ پالیسي د هغو هېوادونو په اړه، چې له مونږ سره اړیکې نلري ورسره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو.

ویل کیږي؛ نن هغه کسان، چې د فلسطين د خلکو پر وړاندې په جنايتونو کې مستقيم لاس لري؛ مونږ ته د بشري حقونو يادونه او سپارښتنه کوي.

اړوند خبرونه: 

امریکا باید اوس د تعامل لار خپله کړي – امیر خان متقي

په افغانستان کې ثبات د سیمې او د سیمې ثبات د نړۍ په ګټه دی – امیرخان متقي

Trending

Exit mobile version