نړۍ
مارک روته د ناټو د عمومي منشي په توګه د سټولټنبرګ ځای ناستی شو
د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ څو- څو ځله خپل پېر غځولی دی. په همدې حال کې د دغه مقام لپاره هالینډي نوماند مارک روټه ډېر مشهور نوماند دی.

د المانۍ ورځپاڼي هامبورګر ابنډبلاټ د راپور له مخې، د پولینډ لومړي وزیر ویکټور اوربان د سې شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پر سلواکیا سربېره پولینډ اوس غواړي د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه له هالنډي مارک روټه ملاتړ وکړي.
د بروکسل په یوه غونډه کې روټه، اوربان ته ډاډ ورکړ، چې هغه به د پولینډ لهخوا د ناټو د اوسني عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د شوي تړون ملاتړ وکړي. د دې له مخې، هیڅ پولینډي کارمند باید په اوکراین کې له ناټو سره ونهدریوي. سربېره پردې د دې فعالیتونو ملاتړ لپاره باید هیڅ ډول بودجه هم ونه کارول شي.
اوربان څرګنده کړې؛ له هغه ځایه، چې روټه به د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه له دې تړون څخه ملاتړ وکړي، پولنډ چمتو دی، چې په دې پوځي اتحاد کې د دې دریځ لپاره د روټه له غوښتنې ملاتړ وکړي.
سلواکیا له دې مخکې په دې برخه کې شین څراغ ښودلی و. د سلواکیا ولسمشر پټر پیلګریني ویلي: له مارک روټه سره د وروستیو خبرو اترو او د سلواکیا له حکومت سره له مشورې وروسته دا هېواد کولی شي مارک روټه د ناټو د پوځي تړون د عمومي منشي په توګه معرفي کړي.
یوازنی شی، چې اوس نیمګړی دی هغه درومانیا رسمي ملاتړ دی. په مارچ کې د رومانیا ولسمشرکلاوس یوهانیس اعلان وکړ، چې هغه هم د دې دندې لپاره سیالي کوي.
ناټو د نوي عمومي منشي په لټه کې ده.
د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ څو- څو ځله خپل پېر غځولی دی. په همدې حال کې د دغه مقام لپاره هالینډي نوماند مارک روټه ډېر مشهور نوماند دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څو څو ځله خپله دنده تمدید کړې ده. دا نارویژي اوس غواړي، چې د پوځي اتحاد په سر کې له یوې لسیزې وروسته د اکتوبر په میاشت کې خپله دنده پریږدي. د ناټو عمومي منشي معمولاً د هومکړې له مخې ټاکل کېږي او له همدې کبله د دغه پوځي تړون د ټولو ۳۲ غړیو ملاتړ ته اړتیا لري. ډېري هېوادونو له دې مخکې د هالینډ د چانسلر روټه ملاتړ کړی دی.
خبرهای مرتبط:
امریکا له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه
پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به ځواکونه وانستوو – د ناټو عمومي منشي
نړۍ
د امریکا یوه پوځي الوتکه د سانډیاګو په ساحل کې راوغوځېده.
دا ډول جیټ الوتکه، چې د الکترونیکي جګړې لپاره کارول کیږي؛ پخوا په واشنګټن ایالت کې وه.

رویټرز د یوه امریکایي چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ د امریکا د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د سان ډیاګو په ساحلي سیمه کې راوغورځېده؛ خو دواړه پیلوټان یې ژوندي پاتې شول.
دا ډول جیټ الوتکه، چې د الکترونیکي جګړې لپاره کارول کیږي؛ پخوا په واشنګټن ایالت کې وه.
د الوتکې د غورځېدو لامل معلوم ندی؛ خو د امریکا ساحلي ساتونکو دواړه پیلوټان وژغورل.
دا پېښه شاوخوا دوه اوونۍ له هغې وروسته رامنځته شوې، چې یوه پوځي چورلکه د واشنګټن ډي سي پر سر له یوې مسافر وړونکې الوتکې سره ټکر شوه او ۶۷ کسان په کې ووژل شول.
نړۍ
که اسرائیلي یرغمل خوشې نشي دوزخ به جوړ شي – ټرمپ
حماس د دوشنبې پر ورځ مخکې له دې، چې اسرائیل له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړي وویل؛ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر به تر بلې خبرتیا وځنډوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر د ځنډولو ګواښ “وحشتناک” وباله او وایي، چې که ټول یرغمل شوي کسان له غزې څخه خوشې نشي؛ نو د ‘دوزخ دروازې‘ به خلاصې شي.
حماس د دوشنبې پر ورځ مخکې له دې، چې اسرائیل له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړي وویل؛ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر به تر بلې خبرتیا وځنډوي.
د اوربند د تړون په چوکاټ کې حماس ژمن دی، چې یو شمېر اسرائیلي یرغمل خوشې کړي. لکه څنګه، چې یې د تېرو درې اوونیو راپدېخوا هره شنبه اسرائیلي یرغمل د یو شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې.خوشې شوي دي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې که د شنبې تر غرمې پورې هر اسرائیلی یرغمل خوشې نشي؛ نو د دوزخ به جوړ شي.
دغه راز هغه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.
هغه ویلي: “شنبه ۱۲ بجې مونږ ټول یثرغمل غواړو. زه خپله خبرې کوم؛ اسرائیل کولی شي هغه لغوه کړي. “خو زما لپاره، د شنبې پر ورځ د غرمې پر ۱۲ بجو که هلته نهوي؛ نو ټول د دوزخ دروازې به خلاص شي.”
ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې آیا “دوزخ” د اسرائیلو د غچ اخیستنې معنا لري؛وویل:” تاسې به وګورئ، دوی ټول به یې وویني. حماس به هم پوه شي، چې زما مطلب څه دی.”
د امریکا ولسمشر د یکشنبې پر ورځ د حماس له بند څخه د خوشې شویو درې یرغملو د انځورونو له لیدلو وروسته اعلان وکړ، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند تړون په اړه یې صبر پای ته رسیدلی دی.
هغه وویل، چې خوشې شوي یرغمل د هولوکاسټ له قربانیانو سره ورته ول؛ ځکه، چې په ناوړه شرایطو کې ساتل شوي وه.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې دوی د حماس د خبرپانې په اړه د یرغمل شویو ټولو کورنیو ته خبر ورکړی دی. په داسې حال کې، چې د اوربند تړون ته یې پخپله ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړ، چې که مصر او اردن د هغه پلان( د غزې اوسیدونکي دې په خپله خاوره کې قبول کړي) ونهمني؛ نو هغه به ورسره د امریکا مرستې بندې کړي.
له هغې وروسته، چې حماس د یرغملو کسانو خوشې کول ودرول؛ د اوربند خبرې اترې له یوې نوې ننګونې سره مخ شوې دي. په داسې حال کې، چې اسرائیل او حماس یو بل له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي. د غزې د راتلونکي په اړه د ټرمپ څرګندونو او د دې دریځ لپاره د نتنیاهو ملاتړ تاوتریخوالی زیات کړی او د خبرو اترو دوام یې پر ټپه درولی دی.
د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې، چې فلسطینیان باید له غزې ووځي او د امریکا تر کنټرول لاندې ساحلي سیمه باید د املاکو پروژې په توګه پراخه شي؛ له جګړې وروسته د راتلونکي په اړه تمې بدلې کړې دي.
فاکس نیوز د دوشنبې پر ورځ له ټرمپ سره د مرکې یوه برخه خپره کړې؛ له هغه څخه د پلان په اړه پوښتنه وشوه، چې آیا فلسطینیان به د بېرته راستنېدو حق ولري؛ په ځواب کې ویلي: “نه! وبه یې نلري.”
ټرمپ ویلي: “زه د دوی لپاره د دایمي ځای د جوړولو په اړه خبرې کوم؛ ځکه، چې که دوی اوس بېرته راشي، نو کلونه وخت به ونیسي، چې هلته ژوند کول ممکن شي.”
هغه زیاته کړې، چې هغه کولی شي د فلسطینانو د میشتولو لپاره له مصر او اردن سره یوې هوکړې ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د ولسمشر په ګډون د سیمې هېوادونو د ټرمپ او نتنیاهو ګډ پلان رد کړی او عملي یې نه بولي.
نړۍ
د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې له ولادیمیر پوتین سره په اړیکه کې دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ولسمشر په توګه د خپلې دوهیمې دورې له پیل راپدېخوا یا مخکې یې له پوتین سره خبرې کړې دي وویل: ” خبرې شوي او وړاندویېنه کوم، چې نورې خبرې به هم وکړم. مونږ باید دا جګړه پای ته ورسوو. “
ټرمپ د دې خبرو له جزئیاتو ډډه کړه او وایي: “زه باور لرم، چې د پرمختګ په حال کې یوو. غواړو، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ودروو.”
هغه زیاته کړې، چې امریکا په ورته وخت کې له روسیې او اوکراین سره په اړیکه کې ده.
د امریکا ولسمشر له دې مخکې له نیویارک پوسټ سره په یوه مرکه کې ویلي وه، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبر کړې دي.
له ټرمپ څخه وپوښتل شول، چې څو ځله یې له پوتین سره خبرې کړې؛ له حه ویلو ډډه وکړه او وایي: “غوره ده، چې دا ونهوایو.”
ټرمپ په دې باور دی، چې پوتین د جګړې په ډګر کې مرګونو ته اهمیت ورکوي.
د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي: “هغه (پوتین) غواړي، چې وژنه ودرول شي. دا ټول وژل شوي کسان ستاسې د ماشومانو په څیر ځوانان او ښکلي خلک دي.”
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د پخواني امریکايي ولسمشر پر پرتله؛ له پوتین سره ښې اړیکې لري.
دغه راز د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو له تائید یا ردولو څخه ډډه کړې او دولتي TASS خبري سرچینې ته یې ویلي، چې ډېری ټیلیفونونه کیږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه د پوښتنې په وخت کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
هغه این بي سي نیوز ته ویلي: “یقینا ډېرې حساسې خبرې اترې روانې دي.”
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین د روسیې دولتي خبري سرچینې RIA ته ویلي: “روسیې د اوکراین پر مسله د خبرو اترو د پیل لپاره کوم قناعت بښونکی وړاندیز ندی ترلاسه کړی.”
ګالوزین وایي: “اړینه ده دا څرګندونې له عملي ګامونو سره یوځای وي، چې د روسیې مشروع ګټې په پام کې ونیسي او د بحران د ریښو د له منځه وړلو او نويو واقعیتونو د پېژندلو لپاره چمتووالی وښيي.”
-
لوبی3 days ago
د ۲۰۲۵آریانا سنوکر اتلولي د لومړۍ ورځې د لوبو پایلې
-
تازه خبرونه5 days ago
یونیسف په افغانستان کې د ۲۱۳ خوارځواکو ماشومانو له درملنې خبر ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
مصر به د عربي هېوادونو د بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب وکړي
-
لوبی4 days ago
د آریانا سنوکر اتلولۍ مینهوال دې د لوبو په اړه لاندې اړین معلومات ولولي
-
سوداگري3 days ago
افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۰۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي
-
نړۍ4 days ago
د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ
-
نړۍ1 day ago
د امریکا یوه پوځي الوتکه د سانډیاګو په ساحل کې راوغوځېده.
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان به له اسلامآباد څخه زرګونه افغان کډوال وباسي