تازه خبرونه
مالیه د یوې رڼې تګلارې له مخې راټولېږي
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په کابل کې د مالیې راټولو اوونۍ پیل او د یوې رڼې تګلارې له مخې غواړي، چې مالیه راټوله او د لګښت په اړه یې ملت ته روڼ حساب ورکړي.
د افغانستان د اومړي وزیر دوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي څرګندوي، چې په هېواد کې به د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې بهیر پراخه او د پلي کولو وړ شي.
هغه وایي، چې له هغو شرکتونو سره یې دولتي تړونونه لغوه کړي، چې ملي عواید یې شخصي جیبونو کې اچول.
مولوي حنفي زیاته کړې؛ د هېواد مالیه به د یوه سیسټم له مخې راټوله او د افغانستان د آبادۍ لپاره به رڼه ولګول شي.
هغه په ډاګه کړې، چې د مالیې وزارت د مالیې د راټولولو د بهیر پر ساده کولو کار کوي، چې هېوادوال او پانګوال وکولی شي آسانه او رڼه مالیه ورکړي.
مولوي عبد السلام حنفي وایي: مونږ، چې کوم عواید راټولوو هغه بېرته هېوادوالو ته د آسانتیاوو خدمت په برخه کې وړاندې کوو او هغه شرکتو نه، چې ملي عواید يي شخصي جبونو ته اوچول کیده؛ مونږ يي قرار دادونه له منځه لرې کړل.
د افغانستان د ماليې وزارت چارسمبالي ملا هدایت الله بدري ويلي؛ هڅې يي پیل کړي، چې کورنیو مالیه ورکوونکیو ته آسانتیاوي زیاتي کړي او له هېوادوالو غواړي، چې د ماليې ورکړه کولی شي هېواد له اقتصادي بحرانه وژغوري.
ملا هدایت الله بدری وایي: د هېوادوالو مالیات کولی شي، چې د حکومت اقتصادي ستونزې اوارې او بېرته د هېواد په آبادۍ کې ولګول شي. مونږ غواړو، چې د مالیاتو د ورکړې په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نور الدین عزیزي ویلي: مونږ له ټولو هېوادوالو غواړو، چې د قانون له مخې باید مالیه ورکړي، چې د هېواد په آبادۍ کې ولګول شي.
د اقتصاد وزارت چارسمبالی دین محمد حنیف وایي؛ مالیه د یوه هېواد په اقتصادي کې د زړه شیریانونو ته ورته ارزښت لري. هیله لرم، چې ټول مالیه ورکوونکي خپلي ماليي پخپل وخت وسپاري.
د خصوصي سکتور غړي بیا له ماليي وزارته غوښتنه کوي، چې د مالیې راټولولو په برخه کې د مالیې وزارت ته آسانتیاوې رامنځته کړي.
خصوصي سکتور ويلي، چې حکومت باید له دوی څخه درې میاشتني راپور ونغواړي او د کال په پای کې له دوی سره د مالیې له درکه حساب او کتاب وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي مشر حاجي شیرین آغا سخي وایي؛ مونږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو، چې رهبري يي زمونږ د څلور میاشتیني اظهار نامو ستونزه حل کړي او که هرڅومره د مالیاتو دورکړې سیسټم آسان شي؛ حکومت ډېر عواید تر لاسه کولی شي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې دوی نه غواړي پر بهرنیو مرستو تکیه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د لومړي ځل لپاره د ملي بودجې داسې طرحه جوړه کړه، چې پر کورونیو عوایدو ولاړه ده او بهرنیو مرستو ته په کې ځای ورکړ شوی ندی.
