تازه خبرونه

مایک پمپیو به په دوحه کې د خپلمنځي خبرو له ډلو سره خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱, ۱۳۹۹)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په بېلابېلو ناسو کې د خپلمنځي خبرو له حکومتي او طالب پلاوو او د قطر له چارواکو سره وګوري.

په قطر کې یو شمېر سرچینو ویلي؛ د حکومت او طالبانو د اړیکو ډلې د خبرو اترو د پر مخ بېولو لپاره د نوې کړنلارې پر څلورو برخو سلا مشورې کوي او په دې کړنلاره کې به د افغان حکومت لپاره د کابل اعلامیه او د طالبانو لپاره د دوحې هوکړه لیک هم وي.

پمپیو دمګړۍ د اروپا  او منځني ختیځ پر سفر اخته دی.

د اسوشیتدپرس د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ  په مذاکراتو کې د پرمختګونو د نښو د لیدو په درشل کې ترسره کیږي.

 د سرچینو په وینا، شوي پرمختګونه دا دي، چې دولت په مذاکراتو کې د کابل اعلامیه د طالبانو او امریکا د سولې له تړون وروسته اصل نیسي.

تر حکومتي او طالب پلاوو د پرمختګونو په تړاو په رسمي بڼه څه ندي ویلي.

د پمپیو له سفر مخکې د امریکا دفاع وزیر ویلي وه؛ دغه وزارت به د خپلو ځواکونو شمېر ۴۵۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې راټیټ کړي.

دغه راز د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څو ځله ویلي، چې د دې هېواد جګړې به د افغانستان په ګډون نور پای ته رسوي.

د افغانستان پلاوی د سپتمبر میاشتې له لومړیو څخه په قطر کې دی، چې له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پیل کړي، خو لا تر اوسه دواړه خواوې د مذاکراتو پر اډانې هوکړې ته ندي رسېدلي.

Trending

Exit mobile version