تازه خبرونه
متقي او خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.
امیرخان متقي د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او پر ځان بساینې په برخو کې شویو پرمختګونو ته د نغوتې پر مهال ویلي، چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره له مناسب چاپېریال څخه برخمن دی.
دغه راز زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او بیارغونې په اړه شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل او د آبادۍ، اقتصادي ودې او پر ځانبساینې په برخو کې د ډېر پرمختګ هیله څرګنده کړه.
خلیلزاد همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه خپل نظرونه له اړوند لوري سره شریک کړل.